د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی وايي د پاکستان اوسني مشکلات په افغانستان او افغان کډوالو پورې اړه نه لري


حامد کرزي پر ایکسپاڼه لیکلي، هیله لري چې د پاکستان حکومت به له افغانستان سره پر خپلو روابطو له سره غور وکړي: انځور له ارشیفه
حامد کرزي پر ایکسپاڼه لیکلي، هیله لري چې د پاکستان حکومت به له افغانستان سره پر خپلو روابطو له سره غور وکړي: انځور له ارشیفه

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت نامناسب او د ښه ګاونډیتوب له اصولو او ارزښتونو خلاف ګام دی.

نوموړي د اکتوبر په شپږمه پر ایکسپاڼه لیکلي، هیله لري چې د پاکستان حکومت به له افغانستان سره پر خپلو روابطو له سره غور وکړي او د مدبرانه او متمدنو اړیکو لاره به خپله کړي چې د نوموړي په وینا دا به بې له شکه د دواړو هیوادونو او د سیمې په ګټه وي.

هغه وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون هغه هېواد ته اقتصادي او ټولنیزې ګټې رسولې دي او د پاکستان اوسنۍ ستونزې له افغانستان او افغان کډوالو سره هېڅ تړاو نه لري.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په خپل دې بیان کې د ټولو افغان کډوالو عمومي یادونه کړې ده خو د پاکستان حکومت بې "اسناده افغانانو" او نورو بهرنیو وګړو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هېواده د وتلو امر کړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير ادعا وکړه چې په هغه هېواد کې ۴۳ لاکه افغانان ژوند کوي چې يوازې ۱۴ لاکه يې راجسټر دي.

په پاکستان کې ځينې افغانان او د هغوی وکيلان شکايت کوي چې پوليس يوشمېر هغه افغانان هم نيولي چې قانوني اسناد لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG