د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوالو نړيواله ورځ: پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند څنګه دی؟


پاکستان کې دا وخت ۱۴ لکه راجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي چې ۳۰ سلنه يې په کېمپونو کې اوسيږي.
پاکستان کې دا وخت ۱۴ لکه راجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي چې ۳۰ سلنه يې په کېمپونو کې اوسيږي.

نن (د جون ۲۰مه) په داسې حال کې د کډوالو نړيواله ورځ لمانځل کېږي چې په نړۍ کې د کورونا وايرس پر خپرېدو سربېره مېلیونونه کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د ۲۰۲۱ز کال له راپور سره سم په ۲۰۲۰ز کال کې له جنګ، تشدد، ځورونو او د بشري حقونو سرغړونو په نتيجه کې په نړۍ کې د کډوالو شمېر ۸۲ اعشاريه څلور مېلیونه ته لوړ شوی دی.

دا وخت د نړۍ يو سلنه وګړي د کډوالۍ ژوند تېروي.
بابر بلوڅ

راپور زياتوي، دا شمېر په ۲۰۱۹ز کال کې ۷۹ اعشاريه پينځه و چې اوس څلور سلنه زيات شوی دی. په دې کې ۴۸ مېلیونه هغه کډوال هم شامل دي چې د ناامنيو او کړکېچ له کبله په خپل هېواد کې دننه له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته په کډه کولو مجبوره شوي چې کولمبيا، سوريه (شام)، کانګو، يمن، صوماليه، افغانستان، ايتوپيا، نايجېريا او سوډان يې په سر کې راځي.

د سويټزرلېنډ په سرښار جېنېوا کې مېشت د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مرکزي دفتر وياند بابر بلوڅ وايي چې ۱۰ کاله وړاندې [۲۰۱۱ز کال کې] په نړۍ کې د کډوالو شمېر ۴۰ مېلیونه و خو اوس دا شمېر دوچنده شوی او تر ۸۰ مېلیونه اوښتی دی چې د نړۍ د ټوله نفوس يو سلنه کېږي. نوموړی زياتوي چې د کډوالو په درو کې دوې برخې له پينځو هېوادونو سره اړه لري.

افغانستان د نړۍ هغه درېيم هېواد دی چې وګړي يې زيات کډوال شوي دي.

"په نړۍ کې تر ټولو زيات کډوال له سوريې (شام) هېواد سره اړه لري چې شمېر يې شپږ اعشاريه اووه مېلیونه (۶۷ لکه) دی. ورپسې د وېنېزوېلا څلور مېلیونه (۴۰ لکه)، د افغانستان دوه اعشاريه شپږ مېلیونه (۲۶ لکه)، د جنوبي سوډان دوه اعشاريه دوه مېلیونه (۲۲ لکه) او د ميانمار (برما) يو اعشاريه يو مېلیون (۱۱ لکه) کسان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي."

د بابر بلوڅ په خبره افغانستان د نړۍ هغه درېيم هېواد دی چې وګړي يې زيات کډوال شوي دي خو بل پلو د نړۍ هغه لومړی هېواد ګرځېدلی چې اوسېدونکي يې له اوږد مهالې کډوالی تېرېږي او لامل يې په دغه هېواد کې روان کړکېچ دی چې اوس پينځمې لسيزې ته داخل شوی دی.

نوموړی زیاتوي د کوربه توب له پلوه ترکيې د نړۍ تر ټولو زياتو کډوالو ته ځای ورکړی دی.

"دا پرلپسې اووم کال دی چې ترکيه د زياتو کډوالو کوربه توب کوي چې دا وخت يې شمېر درې اعشاريه اووه مېلیونه (۳۷ لکه) دی. ورپسې په کولمبيا کې يو اعشاريه اووه مېلیونه (۱۷ لکه) کډوال استوګن دي، پاکستان کې يو اعشاريه څلور مېلیونه (۱۴ لکه)، يوګنډا کې هم يو اعشاريه څلور مېلیونه (۱۴ لکه) او په جرمني کې يو اعشاريه دوه مېلیونه (۱۲ لکه) کډوال مېشت دي."

د کوربه توب له پلوه ترکيې د نړۍ تر ټولو زياتو کډوالو ته ځای ورکړی دی.
د کوربه توب له پلوه ترکيې د نړۍ تر ټولو زياتو کډوالو ته ځای ورکړی دی.

بل پلو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند قيصر خان اپريدی وايي چې په دې هېواد کې له يو اېن اېچ سي ار سره پر ۱۴ لکه راجسټرډ افغان کډوالو سربېره شاوخوا همدومره شمېر د ناراجسټرډ شويو افغانانو دی چې په دغو کې بيا اته لکه يې افغان سيټيزن (تابعيت) کارډ لري.

پاکستان کې ۱۴ لکه راجسټرډ افغان کډووال ژوند کوي چې ۳۰ سلنه يې په کېمپونو کې اوسيږي.
قيصر اپريدی

په خيبر پښتونخوا کې ۸۲۵،۰۰۰، په بلوچستان کې ۳۲۵،۰۰۰، په پنجاب کې ۱۶۰،۰۰۰ او په سيند صوبه کې ۶۵،۰۰۰ راجسټرډ افغان کډوال دي چې زياتره يې د دې صوبې په کراچي ښار کې اوسيږي. بلخوا په پاکستان کې د [افغان] کډوالو ۵۴ کلي دي چې پخوا به کېمپونه ورته ويل کېدل. په دې کې ۴۳ په خيبر پښتونخوا کې، ۱۰ په بلوچستان او يو د پنجاب په ميانوالي کې دی."

د قيصر اپريدي په خبره په دې کليو کې ۳۰ سلنه افغان کډوال ژوند کوي او پاتې ۷۰ سلنه يې په نورو سيمو او ښارونو کې مېشت دي.

په افغانستان کې په ۱۹۷۸ز کال کې د هغه وخت د افغان ولسمشر محمد داود خان پر ضد د روسيې ملاتړ لرونکو ځينو پوځي افسرانو کودتا او ورپسې په ۱۹۷۹ز کال کې پر دې هېواد د روس تر يرغل وروسته سلګونه زره افغانانو کډوالۍ ته مخه کړه چې زياتره يې پاکستان او ايران ته ولاړل.

د خيبر پښتونخوا په مومند کې استوګن افغان کډوال سليم خان لقماني ۱۰ کلن يا ۱۱ کلن و چې په ۱۹۸۲ز کال کې د افغانستان له ننګرهار ولايته له خپلې کورنۍ سره يو ځای کډوال شو. نوموړی وايي پر پښو د دريو ورځو تر سفر کولو وروسته مومند ته ورسېدی. نوموړي خپله هم په پاکستان کې د اينجينېرۍ زده کړې کړې او د کورنۍ يو شمېر نورو غړيو يې هم لوړې زده کړې کړې دي.

دی وايي اوسمهال خپل شخصي کاروبار لري چې د کورنۍ نور غړي هم کار ورسره کوي ځکه د ده په وينا هلته له تعليم وروسته دوی ته په کار و روزګار تر لاسه کولو کې ډېره لويه ستونزه وي او نه شي کولای د پاکستاني وګړو په شان رسمي يا دفتري کارونه وکړي.

"دلته ډېر افغانان بېروزګاره دي او کارونه ډېر کم دي. دوی له مجبورۍ پاکستان ته سرپناه راوړې ده. هر افغان نه شي کولای چې ځان ته د روزګار زمينه برابره کړي نو زما يوازينی خواست همدا دی چې دوی ته هم د کار و روزګار موقعې ورکړل شي."

د پاکستان په يوشمېر پنډغالو کې افغان کډوال د اوبو نه لرلو له ستونزې سر ټکوي.
د پاکستان په يوشمېر پنډغالو کې افغان کډوال د اوبو نه لرلو له ستونزې سر ټکوي.

د ۲۰۲۱ز کال د کډوالو نړیوالې ورځې موضوع روغتيا، تعليم او لوبو ته د کډوالو لاسرسی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو اېن اېچ سي ار) وايي روغتيا پالنه او طبي مرستې ژوند ژغوري او يو اېن اېچ سي ار په دې لړ کې دا باوري کوي چې هغو کسانو ته بايد له اړتيا سره سمې طبي مرستې ورسول شي چې په زوره کور پرېښودو ته اړ ايستل شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال د کډوالو نړیوالې ورځې موضوع روغتيا، تعليم او لوبو ته د کډوالو لاسرسی دی.

د ادارې په وينا، بل پلو دوی له کوربه هېوادونو او خپلو شريکانو سره په ګډه کار کوي چې کډوال ماشومان ښو زده کړو ته لاسرسی ولري چې دا ډول د يو ښه راتلونکي خاوندان شي.

يو اېن اېچ سي ار پرمخ ليکي، لوبې ذهني او جسماني روغتيا پياوړې کوي او د باور پيدا کولو او نوې ملګرتيا جوړولو کې مرسته کوي. د ادارې په وينا همدې ته په کتو دوی د يو خوندي چاپيريال د رامنځ ته کولو لپاره کار کوي چې دا ډول کډوال خپل صلاحيتونه په کار راولي.

د بلوچستان د پښين په سرانان افغان کډوالو پنډغالي کې مېشت ۳۳ کلن ښوونکي ظاهر پښتون کورنۍ د افغانستان له سرِپُل ولايت څخه په ۱۹۸۶ز کال کې پښين ته کډه شوه او نوموړی همهلته زېږېدلی دی. پښتون وايي چې دوی له اوږدې مودې راهيسې له يوشمېر ستونزو سره مخامخ دي.

"زموږ په نوي کېمپ سرانان کې د اوبو لويه ستونزه ده چې له تيرو ۳۶ کلونو څخه نه ده حل شوې. موږ يوه ډبه اوبه په ۱۵ روپۍ رانيسو. بل د روغتون اسانتيا نه لرو. دلته د روغتون ودانۍ شته خو له ۲۰۱۹ز کال راهیسې يو اېن اېچ سي ار مرستې درولې دي. په ښوونځي کې بيا له نهم څخه تر ۱۲م ټولګي پورې کتابونه نه لرو."

ظاهر پښتون زياتوي چې ماشومان يې هغو درسي موادو ته ضرورت لري چې د نوي عصر اړتياوې پوره کولای شي.

خو د بلوچستان په مسلم باغ افغان کډوالو پنډغالي کې مېشت ۲۶ کلن عبدالصمد روښان د کوټې ښار له بلوچستان پوهنتون څخه په پښتو ادبياتو کې ماسټري کړې او بيا يې څلور کاله د کوټې په "احمد شاه بابا عالي لېسه" کې د ښوونکي په حيث کار کړی دی. نوموړی وايي افغان کډوال د طب، انجينرۍ او درمل جوړونې تر څنګ د پوهنتون په بېلا بېلو څانګو کې ځانګړي چوکۍ لري.

"موږ دوې طريقې لرو. که څوک پي او ار [افغان کډوال رجسټرېشن] کارډ ولري نو له افغان ښوونځيو څخه تر ۱۲م ټولګي وروسته به د پاکستان له تعليمي بورډ څخه موازي سند جوړوي چې هغه شپږ مياشتي وخت اخلي، بيا په پوهنتون کې داخله ورکول کېږي. دوهمه لاره يې دا ده چې په پاکستاني سکولونو کې تر ۱۲م ټولګي وروسته افغان کونسلګري اېن او سي (د باور ليک) ورکوي او بيا څوک کولای شي چې نورې زده کړې وکړي."

صمد روښان اوس په بلوچستان پوهنتون کې د اېم فِل لپاره چمتووالی نيسي. بلخوا نوموړی د روغتيا په برخه کې د پاکستان په روغتونونو کې له ورکړل شويو اسانتياوو خوښ دی او وايي، څه موده وړاندې يې د کوټې په سرکاري روغتون کې د مشر ورور عمليات په ډېرې اسانۍ سره تر سره شول او د نوموړي په وينا د نورو افغانانو درملنه هم ښه روانه ده، خو په خيبر پښتونخوا کې بيا مېشت افغان کډوال د پاکستان له حکومته د ځايي وګړيو په شان د "انصاف صحت کارډ" غوښتنه کوي چې دوی يې له لارې خپل ټول صحي مشکلات حل او د ناروغانو لوی او واړه عمليات په وړيا توګه وکړای شي.

د لوبو په سياليو کې برخه نه شم اخيستلای ځکه شناختي کارډ نه لرم.
رحمت الله جبارزی

اخوا په کوټه کې مېشت ۱۷ کلن افغان کډوال رحمت الله جبارزی د تېکوانډو لوبغاړی دی چې همهلته زېږېدلی او دمګړی په يوې هټۍ کې کار کوي. نوموړی وايي که څوک پيسې يا مياشتنی فيس ولري نو هرې لوبې ته لاره موندلای شي خو د نوموړي په خبره يو خوا کډوال اقتصادي مشکلات لري او بلخوا د پاکستان شناختي کارډ نه لرلو له کبله دغه لوبغاړي په اتلوليو يا سياليو کې برخه نه شي اخيستلای.

"په کوټه کې څه موده مخکې د تېکوانډو سيالۍ وې او ما غوښتل چې زه هم برخه پکې واخلم، خو يوازې هغو کسانو د ګډون اجازه درلوده چې شناختي کارډ ولري. زما کوچ (روزونکي) هم ماته وويل چې ګډون پکې وکړه خو ما چې د شناختي کارډ مشکل ورته ووايه نو هغه راته وويل، چې په دې کار کې زما مرسته نشي کولای ځکه دا د لوړ پوړو چارواکو کار دی."

د کډوالو نړيواله ورځ: پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند څنګه دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان حکومت وايي، افغان کډوالو ته د تعليم، روغتيا او لوبو په برخو کې د ورپېښو ستونزو د حل لپاره به ډېر ژر اړين ګامونه پورته کړي. په پاکستان کې د رياستونو او سرحدي سيمو (سېفران) وزارت پارلماني سېکرټري او د قامي اسمبلۍ منتخب غړی محمد اقبال اپريدی وايي چې مخکې يې هم له بېلا بېلو وزارتونو سره د افغان زده کوونکو ملاقاتونه وکړي او پرمخ به هم په تعليمي ادارو کې د دوی د زده کړو لپاره اسانتياوې راولي.

د افغان کډوالو د تعليم، صحت او لوبو ستونزې به ژر حل کړو.
اقبال اپريدی

نوموړي پرمخ زياته کړه چې په قامي اسبملۍ کې د بجټ تر روانې غونډې وروسته به د صحت وزير او د خيبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ته ليک لېږي.

"موږ به چارواکو ته وايو چې زموږ افغان کډوالو وروڼو ته هم د صحت سهوليات ورکړي، يا چې د يو اېن اېچ سي ار له اړخه کوم فنډ راځي، په هغه کې يې مشکلات ورحل کړي. بلخوا به له افغان لوبغاړو يو درخواست را واخلو او متعلقه وزارت ته به وليکو چې په کلبونو او کاونټي کې کله هم د تکړه لوبغاړو انتخاب کېږي نو دوی [افغانان] دې پکې واخلي."

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند قيصر خان اپريدی وايي چې له"پېښور زلمي" کرکټ لوبډلې سره يې قرارداد کړی و او هغوی د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې افغان لوبغاړي روزلي ول. نوموړی زياتوي، پلان لري چې په نورو لوبو کې هم د افغان کډوالو لپاره دا ډول پروګرامونه جوړ کړي.

نوموړی زياتوي چې په بلوچستان کې د اوبو کمی شته او دوی هلته د ۱۰ پنډغالو لپاره د لمريزو ښيښو انتظامات وکړل او څه باندې ۴۰ کروړه روپۍ يې ولګولې.

قيصر اپريدی د روغتيا په برخه کې زياتوي چې په پاکستان کې يوشمېر راجسټرډ افغان کډوالو ته يې د پاکستان حکومت په مرسته کورونا واکسين ورکړي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

"موږ له افغان پنډغالو سره نيږدې پاکستاني روغتيايي مرکزونو ته هم اسانتياوې ورکړې چې دغه کډوال د پاکستانيانو په څېر په وړيا توګه هلته هر ډول علاج وکړای شي. بلخوا موږ کار روان کړی او پلان لرو چې په افغان ښوونځيو کې پرمختللی نصاب راولو چې د ننني دور د تقاضو مطابق وي."

د دې ورځې مقصد د کډوالو د هجرت په اړه پوهاوی پيدا کول او د بيا ژوند جوړولو په اړه د دوی هوډ تسليمول دی.
د دې ورځې مقصد د کډوالو د هجرت په اړه پوهاوی پيدا کول او د بيا ژوند جوړولو په اړه د دوی هوډ تسليمول دی.

بلخوا د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې په مرسته هلته مېشت افغان کډوالو ته د سمارټ کارډونو ورکولو لړۍ د روان ۲۰۲۱ز کال له اپريل څخه پيل کړې چې شپږ مياشتې به دوام وکړي. د قيصر اپريدي په وينا هلته افغان کډوالو ته د ورکول شويو رجسټرېشن کارډونو موده په ۲۰۱۵ز کال کې پای ته رسېدلې وه خو دغه نوي کارډونه به د ۲۰۲۳ز کال د جون تر پايه وخت ولري. د دې کار لپاره په ټول پاکستان کې د نومليکنې او کارډ ترلاسه کولو ۴۰ مرکزونه پرانيستل شوي دي.

"د نويو سمارټ کارډونو له لارې دوی بانکي حسابونه پرانيستلای شي او د تعليم او روغتيا اسانتياوو ته لاسرسی لرلای شي. بلخوا په پاکستان کې د راجسټرډ افغان کډوالو معلومات له تيرو ۱۰ کلونو راهيسې نه وو تازه شوي. اوس به دغه معلومات نوي او تصديق شي. بيا چې هر وخت د پاکستان او افغانستان حکومتونه د دوی په اړه يو پلان جوړوي، نو اساني به ورته پيدا شي."

که څه هم افغان کډوالو د سمارټ کارډونو هرکلی کړی او ځينو ترلاسه کړي هم دي، خو ځينې نور بيا د نومليکنې پروسه ستونزمنه يادوي. د ملګرو ملتونو کډواله اداره او د پاکستان حکومتي چارواکي بيا ډاډ ورکوي چې په دې پروسه کې ځينې شته نيمګړتياوې به ژر ليرې کړي.

چې کله سوله راشي نو موږ خپله ځو، ځکه خپل کور د هيچا بد نه ايسي.
مرسلين خان

د يو اېن اېچ سي ار د ۲۰۲۱م کال له راپور سره سم تېر کال [۲۰۲۰ز] په ټوله نړۍ کې خپلو هېوادونو ته د ستانه شويو کډوالو شمېر ۲۵۰،۰۰۰ و چې دا شمېر په تېره يوه لسيزه کې تر ټولو کم دی. بلخوا له پاکستانه له ۲۰۰۲ز کال څخه تر اوسه [۲۰۲۱ز کال پورې] ۴۴ لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا په مردان کې يو ځوان افغان کډوال مرسلين خان وايي، د سولې له راتلو سره سم به خپل هېواد ته ستيږي.

"چې کله سوله راشي نو موږ خپله ځو، ځکه خپل کور د هيچا بد نه ايسي. موږ له بدې ورځې دلته پراته يو. چې کله الله پاک سوله راولي نو موږ بيا تر پیسو هم تېر يو او تر هر څه تير يو."

د کډوالو نړيواله ورځ په لومړي ځل د ۲۰۰۱ز کال د جون پر ۲۰مه نېټه هغه وخت ولمانځل شوه کله چې په ۱۹۵۱ز کال کې د کډوالو په اړه د شوي تړون ۵۰مه کليزه لمانځل کېده. د دې ورځې مقصد د کډوالو د هجرت په اړه پوهاوی پيدا کول او د بيا ژوند جوړولو په اړه د دوی هوډ تسليمول دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له شمېرو سره سم په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ۶۰ سلنه برخه ځوانان دي چې عمرونه يې تر ۲۵ کلونو کم دي. ياده اداره زياتوي چې د دوی ښه تعليم، روغ صحت او غوره سپورټس دوی د دې جوګه ګرځوي چې په راتلونکې کې د خپل هېواد په بيا رغونه کې رغنده رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG