د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پرېکړې ته د پېښور بورډ بازار د کاروباريانو غبرګون څه دی؟


د پاکستان پرېکړې ته د پېښور بورډ بازار د کاروباريانو غبرګون څه دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د پېښور بورډ بازار له هغو ځایونو څخه دی چې پکې ګڼ شمېر افغانان کاروبار کوي. دې ځای ته وړوکی کابل هم ویل کېږي ځکه چې په بازار کې له لویو ریستورانونو څخه واخلې تر لاس ګاډو پورې زیاتره کاروبارونه افغانان کوي. بورډ بازار د تېرو څلورو لسېزو راهیسې په افغانانو اباد دی. د پاکستان حکومت په وروستیو کې د اسناد نه لرونکيو افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده. دا چې د بورډ بازار کاروباریان او استوګن دې پرېکړې ته څنګه ګوري، په اړه يې دا ويډيو وګورئ

XS
SM
MD
LG