د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ کې په زوره د افغان کډوالو ستنولو خلاف درخواست جمع شوی دی


د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ستنولو خلاف درخواست جمع کړی دی ــ انځور له ارشيفه
د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ستنولو خلاف درخواست جمع کړی دی ــ انځور له ارشيفه

د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ستنولو خلاف په هغه عدالت کې درخواست جمع کړی دی.

د اکتوبر پر نهمه د پېښور های کورټ د وکیلانو له هغې ډلې سیف الله محب کاکاخېل مشال راډیو ته وویل چې هغوی په خپل خواست کې ویلي چې کوم افغانان د پاکستان د تابعيت (شهریت) ترلاسه کولو ټول قانوني شرطونه پوره کوي، باید هغوی ته د هغه هېواد قانوني اسناد ورکړل شي. "ما په خپل درخواست کې ویلي، که څوک په پاکستان کې پیدا شووي دي یا یې دلته ودونه کړي او یا ورسره دلته له زیاتې مودې راهيسې پي او ار (د راجسټرېشن) کارډونه دي، باید د دې ځای شهریت ترلاسه کړي."

نوموړي زياته کړه چې هغوی غوښتنه کړې چې د دې لپاره باید یوه پالیسي جوړه شي.

وکيلانو زياته کړې، هغوی په پېښور های کورټ کې تر دې وړاندې د هغو افغان هنرمندانو لپاره هم هلته د پاتې کېدو درخواست جمع کړی چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت بې اسناده افغانانو او نورو بهرنیو وګړو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هغه هېواده د وتلو امر کړی دی.

بل خوا د پاکستان په يوشمېر سيمو کې د افغانانو د نيولو لړۍ روانه ده. د سيند حکومت د اکتوبر پر نهمه وويل چې د سېپټېمبر مياشتې راهيسې يې ۱،۸۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي. خو په کراچۍ کې يو شمېر افغان کډوالو او د هغوی وکيلانو وکيلانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو اسناد لرونکي افغانان هم نيولي دي. وکيلانو تور پورې کړی چې پولیس د پیسو لپاره افغان کډوال نیسي، خو پوليسو دغه تور رد کړی دی.

دا راز د اکتوبر په لومړیو کې پولیسو له اسلام اباد او راولپېنډۍ۸۰۰ افغان کډوال ونیول چې وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې او د اکتوبر پر اوومه پولیسو ۱۱۶ افغانان نیولي ول.

د کوټې یو پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې هلته یې د مېشتو ۲۴،۰۰۰ افغانانو په اړه معلومات ټول کړي دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه کړې ده.

کمېشن په بیان کې ویلي دي چې له پاکستانه د افغانانو په زور خپل هېواد ته ستنول د هغوی ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

کمېشن وايي چې د کډوالو تګ باید په خپله خوښه وي او زیاتوي چې د پاکستان لپاره به دا بهتره وي چې کډوال راجسټر کړي او ورته د هېواد د نورو وګړو په څېر حقونه ورکړي.

د پاکستان حکومت پرېکړې افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

اخوا د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د اکتوبر پر اوومه په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې پوښتنه وکړه چې چې په پاکستان کې نور خلک هم په ناقانونه توګه ژوند کوي نو حکومت یوازې پښتنو ته ولې لاس اچولی دی؟

د پاکستان لنډمهالي حکومت لا د نوموړي څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې یوازې هغه کسان نیسي چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په همدې حال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې غونډې ته په وینا کې پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

نوموړي زیاته کړه چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغان کډوالو جایدادونه ضبط کړي او هغوی په زور له پاکستانه وباسي.

پر جمعیت علمای اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو سربېره عوامي نیشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرانو او غړو په پاکستان کې د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG