د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې لسګونه افغانان نیولي دي


په وروستیو کې په کراچۍ کې هم سلګونه افغانان نیول شوي دي - پخوانی انځور.
په وروستیو کې په کراچۍ کې هم سلګونه افغانان نیول شوي دي - پخوانی انځور.

د پاکستان په سرښار اسلام اباد او راولپېنډۍ کې پوليسو د ترهګرۍ ضد او استخباراتي ادارو په مرسته د افغانانو ګرفتارۍ پیل کړې دي.

د ترهګرۍ ضد ادارې د بيان له مخې، پولیسو د اسلام اباد او راولپېنډۍ په باره کهو، ترنول، مهراباديان، ګولړه، شمس کالونۍ او نورو سيمو کې تر ۸۰۰ پورې هغه افغانان نیولي دي چې په پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

خو د پاکستان اردو ژبې سما نیوز ټېلېوېژن ویلي دي چې پولیسو وروسته هغه ۴۰۰ کسان خوشې کړل چې په پاکستان کې یې د اوسېدو لپاره د کډوالۍ یا مهاجرت کارډونه لرل.

پوليس وايي چې ۳۷۵ افغانان یې د قانوني اسنادو نه لرلو په وجه په قید کې ساتلي دي او د ګرفتارۍ د عملیاتو تر بشپړیدو وروسته ټول وګړي خپل وطن ته ستنوي.

چارواکي وایي، پولیسو تر عملياتو مخکې د استخباراتي ادارو په مرسته په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د هغو افغانانو نوملړونه (لېسټونه) تیار کړي ول چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د اسلام اباد يو پوليس افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل، ګرفتارۍ به روانې وي. "دا کاروايي څه د يوې ورځې خبره نه ده. له هغه وخت راهیسې چې نګران حکومت جوړ شوی دی په اسلام اباد کې په ناقانونه توګه د اوسېدونکو افغانانو خلاف کاروايي شروع شوې ده. نګران وزير داخله پولیسو ته په خاصه توګه حکم کړی دی چې دا کاروايۍ تېزې کړي."

هغه افسر زیاته کړه چې د نیول شویو له ډلې څخه یې ځینې ویزې نه لري، د ځينو ویزې ختمې شوې دي او تمدید کړې یې نه دي او د ځينو نورو "اسناد مشکوک" دي.

په اسلام اباد کې اوسېدونکي افغان وګړي راحت ساپي مشال راډيو ته وويل چې پوليسو په سیمه کې له اوسېدونکو ټولو افغانانو څخه د پاسپورټونو، ويزو او د تاڼو رجسټرېشن اسناد غوښتي ول چې دوی وراستولي دي.

هغه وويل، د دوی په سيمه کې ځکه ګرفتارۍ نه دي شوې چې افغانانو یې وار له مخه خپل اسناد پولیسو او د نورو ادارو چارواکو ته ورکړي ول.

د ساپي په خبره، یوه اوونۍ وړاندې پوليسو د سبزي منډۍ په سيمه کې تر ۲۰۰ زيات افغانان نيولي ول او داسې عمليات وخت په وخت په نورو سيمو کې هم کېږي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغان کډوال له هېواده باسي.

د کراچۍ پولیسو په سېپټېمبر کې په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې ونیول.

د عوامي نیشنل ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ، پښتونخوا ملي عوامۍ ګوند مشرانو او غړو په کراچۍ کې د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG