د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې ځانمرګي بريد ۳ سرتېري ژوبل کړل


د خيبر په تيرا کې هغه پوسته چې ځانمرګی برید پرې شوی
د خيبر په تيرا کې هغه پوسته چې ځانمرګی برید پرې شوی

د خیبر په تيراه کې پر امنيتي ځواکونو د وسله والو په حمله کې لږ تر لږه ۳ سرتېري زخميان شوي دي.

په سيمه کې د سرحدي ځواکونو (ایف سي ځواک) یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د اکتوبر پر ۲۵مه، مشال ريډيو ته وويل چې دا يو ځانمرګی بريد وو چې د ګاډي په وسيله د تیراه اکاخېل سروزۍ کې پر یوې امنيتي پوستې شوی دی.

چارواکي زياته کړه چې پر پوسته د معمول تالاشي عمل روان وو چې په ګاډي کې ناست ځانمرګي بريدګر خپل ګاډي ورنيزدي کړ او ځان پورې تړلي بارودي موادو ته یې چاودنه ورکړه. چارواکي وايي چې په ژوبلو کې صوبیدار محمد اسرار، سپاهي افتخار او سپاهي شفیق شامل دي.

د پېښي وروسته امنیتي ځواکونه په سيمه کې د لټون عمليات پيل کړي او پلټني رواني دي. د پېښي ذمه واري چا نه ده منلي.

دا په داسي حال کې ده چې په قبايلي سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شويې دي چې ځايي خلک يې اندېښمن کړي دي. خو امنيتي اداري وايي، په ځينو قبايلي علاقو کې يې د وسلوالو خلاف هدفي عملياتو ته دوام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG