د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې ۲ پوځيان او ټانک کې ۱ پوليس وژل شوی دی


په شمالي وزيرستان کې پاکستاني سرتېري ګزمه کوي ــ پخوانی انځور
په شمالي وزيرستان کې پاکستاني سرتېري ګزمه کوي ــ پخوانی انځور

د خیبرپښتونخوا د ټانک ضلعې پولیس وايي چې نن سهار (د نومبر پر ۱۴مه) په وزیراباد سیمه کې وسلوالو یو پولیس کانسټېبل وژلی دی.

د ټانک تاڼې اېس ایچ او مهتاب خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس کانسټېبل پر موټر سایکل روان وو چې په لاره کې دوو موټر سایکل سپرو وسلوالو ډزې ورباندې وکړې.

تر دې وړاندې، د نومبر پر ۱۳مه د ډېره اسماعيل خان په درازنده سيمه کې د تيلو او ګېسو پر يوې شخصي کمپنۍ په وسلوال برید کې يو کس وژل شوی او ۱۱ نور ژوبل شوي ول. د دې دواړو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې ده.

بل خوا د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې له وسلوالو سره په نښته کې دوه پوځي سرتېري وژل شوي.

د پوځ عامه اړيکو ادارې مشال راډيو ته په لېږل شوي بيان کې ويلي دي چې دغه نښته د نومبر پر ۱۳مه شپې مهال هغه وخت رامينځ شوه کله چې امنيتي سرتېرو د ميرلي له خيسور سيمې سره نېږدې د وسلوالو خلاف هدفي عمليات کول.

بيان کې زياته شوې چې د نښتې پر مهال يو وسلوال هم وژل شوی دی.

په دې اړه تر اوسه وسلوالو څه نه دي ويلي، خو د اکتوبر پر ۱۶مه هم په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې له وسلوالو سره په نښتو کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي ول او په ځوابي کاروايي کې پوځ د دوو وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه. تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د هغو بريدونو ذمه واري منلې وه.

د پاکستان پوځ په يو بل بيان کې ادعا کړې چې د خیبر ضلعې په باړه کې یې د نومبر پر ۱۳مه د عملیاتو پر مهال یو وسلوال وژلی دی.

د پوځ عامه اړيکو ادارې دا نه ده څرګنده کړې چې دې تن له کومې وسلوالې ډلې سره تعلق درلود او نه هم کومې وسلوالې ډلې تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، بنو او لکي مروت کې د وسلوالو او امنيتي سرتېرو ترمينځ نښتې زياتې شوي او پوځ وايي چې هلته يې د وسلوالو پر ضد هدفي عمليات دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG