د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو ایستلو خلاف په کراچۍ کې احتجاج شوی دی


د افغانانو ایستلو خلاف په کراچۍ کې احتجاج شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

له پښتونخوا ملي عوامي ګونده جلا شوې ډلې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو ضد احتجاج کړی دی. د اکتوبر پر ۲۲مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج کې له حکومته غوښتنه شوې چې د کډوالو ایستلو پرېکړه دې بېرته واخلي. هغوی تور پورې کړ چې په سيند او پنجاب کې پوليس د کډوالو په نامه پښتانه کاروباریان تنګوي او پر کاروبارونو یې قبضې روانې دي. .د پاکستان حکومت نا قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر پایه له هغه هېواده د وتلوامر کړی دی. تفصیل د نیاز علي په ویډیو کې

XS
SM
MD
LG