د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان خبریالانو له پاکستاني وزیراعظمه د هغوی د نه شړلو غوښتنه کړې ده


پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نېږدې ۲۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکونکي پاکستان ته کډه شوي دي ـ پخوانی انځور.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نېږدې ۲۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکونکي پاکستان ته کډه شوي دي ـ پخوانی انځور.

پاکستان مېشتو افغان خبریالانو د پاکستان له نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ څخه په يو ليک کې غوښتنه کړې چې دوی دې افغانستان ته نه شړل کېږي.

په اسلام اباد کې د جلا وطنه افغان خبریالانو تنظيم مشرانو مشال راډيو ته ويلي چې په افغانستان کې د دوی ژوند ته خطر دی نو ځکه نه شي ستنېدای.

د تنظيم ویاند حشمت وجداني د اکتوبر پر ۱۵مه، مشال راډيو ته وويل چې اکثره افغان خبریالان غربي هېوادونو ته د تللو لپاره د ویزو انتظار کوي نو ځکه یې بايد پاکستان تر هغې پوره ونه باسي تر څو یې وېزې نه وي ترلاسه کړې.

"ژورنالیستانو چې د کومې میډیا سره کار کولی هغه میډیا اوس نشته. که دوی بېرته افغانستان ته لاړ شي نو د لوی ګواښ سره مخامخېږي. ډېر خبریالان وېزې لري خو لږشمېر یې وېزې نه لري هغوی ته دې وېزې ورکړل شي او د دوی د پروټیکشن (خوندیتوب) تابیا دې وشي"

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان واکمن شول. تر هغې وروسته لکونه افغانان پاکستان ته کډه شول چې پکې نېږدې ۲۰۰ خبریالان او د رسنیو سره کارکونکي هم دي.

د افغان خبریالانو ټولنې هغه لیک د وزیراعظم دفتر ته د استولو پر ځای رسنیو ته استولی دی او وایي له دې لارې غواړي هغه غږ تر لنډمهاله حکومت پورې ورسوي.

په پاکستان کې د خبریالانو ټولنې (پاکستان فېډرل یونین اف جرنلسټس) یو مشر علي رضا وایي، په وروستیو کې یې د لنډمهاله وزیراعظم انوارالحق کاکړ سره کتلي او ورسره یې د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو هغه ستونزه شریکه کړې ده.

هغه وویل " تر څو پورې چې د دې لیک خبره ده نو دا د وزیراعظم دفتر ته استول پکار وو او حکومت ته پکار دي چې ټولو خلکو او په تېره بیا خبریالانو ته اسانتیا ورکړي او د وېزو موده یې وغځوي."

 افغان خبریال چې د پېښورد سکرو په ګودامونو کې مزدوري کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

دا راز هنري ټولنې د مفکورې ټولنې سره یو ځای په پېښور های کورټ کې یو درخواست هم جمع کړی چې پکې د افغان هنرمندانو د نه چېړلو غوښتنه شوې ده.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG