د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن سوداګرو او مزدورانو پر پوله د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد پرلت وهلی دی


د چمن او سپین بولدک پر پوله یو مزدور په لاس ګاډۍ کې د مساپرو سامان وړي ـ پخوانی انځور.
د چمن او سپین بولدک پر پوله یو مزدور په لاس ګاډۍ کې د مساپرو سامان وړي ـ پخوانی انځور.

د بلوچستان د چمن ښار سوداګرو او مزدورانو د سياسي ګوندونو او د ځايي مشرانو په مرسته پر پوله د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ لرلو د لازمي کېدو پر ضد احتجاج کړی دی.

په چمن کې پر پوله د سامانونو لېږدوونکو ،چې لغړیان او پنډیان هم بلل کېږي، د ټولنې (لغړي اتحاد چمن) غړو او مشرانو د اکتوبر پر ۲۱مه هلته احتجاجي پرلت وهلی دی.

دوی وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره به د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره شي.

د ټولنې مشر غوث الله وایي، له چارواکو سره یې پر دې موضوع ناستې شوي خو خبره یې نه ده منل شوی. "هغوی وایي چې پر دې لار دهشتګرد راځي. موږ وایو چې تر ننه پورې پر دې دروازه نه دهشتګرد راغلی دی او نه سمګلنګ (قاچاق) شوی دی، نه وسله نیول شوې ده او نه بارود نیول شوي دي. پر دې لار سلګونه غریب خلک سهار هغې غاړې (افغانستان) ته اوړي او ماښام [ستنېږي] او خپلو [کورنیو] ته پینځه، شپږ سوه روپۍ ګټي."

د چمن د سوداګرو د ټولنې مرستيال مشر ولسيار اڅکزي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د سيمې د خلکو د ژوند ټوله تکيه له سپين بولدک سره پر ازاد تجارت ده او دا چې د هغې پر وړاندې خنډونه ورته هېڅ د منلو نه دي.

هغه وویل که پر پوله د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ لازمي شي نو له دې کار سره به په سیمه کې بېروزګاري زیاته شي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار تر غځېدو وروسته د دواړو هېوادونو وګړي یوازې د تورخم، چمن، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستانونو له لارې قانوني تګ راتګ کولای شي.

پاکستان د ۲۰۱۶ز کال د جون له لومړۍ نېټې پر تورخم او چمن لارو د تلونکو راتلونکو لپاره د قانوني سفري اسنادو( پاسپورټ او ویزې) لرل لازمي کړي دي.

د تورخم پر لاره خلک له ویزې پرته سفر نه شي کولی او یوازې ناروغان او ورسره یو تن له ویزې بغیر پاکستان ته د تګ اجازه لري خو د چمن پر پوله ګڼ خلک د ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ کوي.

د بلوچستان د اطلاعاتو چارو نګران وزیر وایي، وفاقي حکومت په چمن کې د ویزو ورکولو دفتر پرانیزي. جان محمد اڅکزي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د چمن د سوداګرو غوښتنو ته په پام يې د افغانستان له سرحدي چارواکو سره خبرې پيل کړې دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنيو وګړو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی دی چې له هغه هېواده ووځي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG