د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ ډاګۍ کلي خلکو تر ګواښونکو لیکونو وروسته له حکومته د تحفظ غوښتنه کړې


د صوابۍ ځينو خلکو ته لېږل شوي خطونه
د صوابۍ ځينو خلکو ته لېږل شوي خطونه

د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ډاګۍ کلي یوې جرګې د نامعلومو کسانو له خوا د قلنګونو او ګواښونو د خطونو ترلاسه کېدو وروسته له حکومت څخه د خلکو د ژغورنو غوښتنه کړې ده.

دا وروسته له هغې ده چې د جولای پر نهمه او ۱۰مه د سیمې د خلکو په وېنا نامعلومه کسانو د کلي ۱۸ کورنیو ته خطونه استولي دي. په دې ليکونو کې ویل شوي چې له بېنکونو دې پیسې راوباسي او سره زر دې په کور کې يو ځای کښېږدي. ګواښوونکو خبرداری ورکړی چې که خلک داسې نه کوي نو دوی به یې ووژني.

امنيتي ادارو تر اوسه ولې معلومه نه کړه چې دا ليکونه چا رالېږلي؟
عمادالدين

د جولاي پر ۱۶مه مازیګر د سلطان خيلو په جامع مسجد کې د رځړ تحصیل سیاسي، سماجي او مدني ټولنې مشرانو جرګه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې د هغې عمل پر ضد پر خپلو کورنو د امن سپین بیرغونه لګوي. د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل هغه لیکونه ورته د سرکاري ډاکخانې کارکونکي (ډاکي) وروړي او د قلنګ نه ورکولو په صورت کې ورته د وژنې ګواښ شوی دی.

جرګې ته د وينا پر مهال د ډاګۍ يو اوسیدونکي عماد الدين له قانون نافذونکو ادارو پوښتنه وکړه چې تر يوې اونۍ تېرېدو باوجود د لیک استونکو په اړه یې ولې مالومات و نه کړل.

هغه وويل: ''دا پوښتنه کوم چې پوليس، امنيتي ادارې، ای اېس ای، ايم ای ، سي ټي ډي او نورې ادارې چېرته دي؟ داسې يو کار کېږي او تاسو ترې خبر نه یې؟ تاسو ته خو تنخوا ګانې زموږ د ټيکسونو ورکولو له وجې ملاويږي، نو که ته د دې خطونو معلومات نه شې کولی او تر اوسه دې معلوم نه کړل چې د دې تر شا څوک دي نو بیا خو تاسو ته ضرورت نشته. بیا خو دا ځوانان مشران او ګلالي بچي د ځان حفاظت خپله کولی شي.''

مشال راډيو ته تر لاسه شوو د قلنګونو خطونو عکسونو کې ښکاري چې متن په کمپيوټر ليکلی شوی دی. بیا په پاکټونو کې بند شوي. پاکټونه د شيانو د لېږلو ادارې، پاکستان پوسټ، له لارې د مُهر (سټېمپ) سره خلکو ته لېږل شوي دي. په خطونو کې د استونکي تن یا ډلې د نوم پر ځای د ډاګۍ د خواو شاه کليو نومونه ليکل شوي دي.

په جرګه کې ګډون کونکي يو مشر توصیف اعجاز د وينا پر مهال وويل چې دا ړومبې ځل نه دی چې د خلکو د ځان د مال د تحفظ ستونزه پیښه شوه.

هغه وویل: '' ریاست د مور په څېر وي، ولس ته امن او تحفظ ورکوي. له دې مخکې هم د رځړو په تحصیل کې د غلا او ډاکو لړۍ پيل شوې وه چې پکې په اسماعيله، پنولۍ، ډاګۍ او اوس په تولاندۍ کې دوه کوره لوټ شوي دي. د موټر سايکلونو او موبايل ټيليفونونو د شوکې لړۍ هم روانه ده. د پوليسو مشر دلته موجود دی. له دوی غوښتنه کوو چې د دې مخنيوې وکړي. پولیسو څه موده مخکې دعوه کړې وه چې هغه غله يې نيولي دي، خو موږ نه پوهيږو چې غله ونيول شول نو بیا دا خطونه له کومه راغلل؟''

بلخوا د کالو خان تاڼې اېس اېچ او محمد هارون د جولاۍ پر ۱۶مه مشال راډيو سره په خبرو کې د خطونو تر شا د وسلوالو ډلو لاس لرل رد کړل او سنجېده یې ونه بلل. هغه وويل چې اېف ای ار يې لا درج کړی نه دی خو پېښه یې په روزنامچه کې ثبت کړې ده.

هارون زیاته کړه: ''موږ ته خلک راغلل چې دا خطونه راغلي دي. په هغو خطونو کې په يو کې ويل شوي چې موږ هغه خلک يو چا چې د ډاګۍ د ایاز استاد په کور کې ډاکه غورځولې وه نو هغه کسان خو نيول شوي دي او دا مهال په جيل کې دي. موږ څه خطونه د فينګر پرنټ (د ګوتو نښو) معلومولو لپاره ليبارټرۍ ته استولي دي خو څه نتيجه نه ده راغلې. زما په اند دا ځايي خلک دي او په علاقه کې ناکراري خورول غواړي. دا ځکه سنجيده ګواښ نه دی چې پکې ویل شوي دي چې له بینکونو هر څه وباسئ او کور يې کيږدئ نو که سنجیده ګواښ وای خو ويلي به يې وو چې موږ له يې راکړئ.''

د رځړ تحصیل جرګې ته د وينا پر مهال يو مشر محمد علي ډاګيوال وويل چې د کلي له عزتمندو کورنیو قلنګونه غوښتل او د مرګ دړکې د امن خرابولو هڅه ده خو دوی امن غواړي.

هغه زیاته کړه: ''ټول سیاسی ګوندونه ،سیاسی مشران او د سیاسی ګوندونو بيرغونه د احترام وړ دي خو سر له ننه به دغو بيرغونو سره د امن سپین بیرغ هم د خپلو کورونو په بلیو ولګوئ. نړۍ او سیمې ته به وښایو چې د ډاګۍ ولس امن خوښوي. د سلطان خيلو له جماعته د امن دا تحریک پیلوو او په ټوله پښتونخوا کې به یې خوروو.''

XS
SM
MD
LG