د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ کې د خلکو وژنې ولې زیاتې شوې دي؟


په صوابۍ کې د يوه وژل شوي ځوان د جنازې کټ ته د هغه خپلوان او ملګري غونډ شوي - عکس له ارشېفه
په صوابۍ کې د يوه وژل شوي ځوان د جنازې کټ ته د هغه خپلوان او ملګري غونډ شوي - عکس له ارشېفه

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سياسي مشران او مدني فعالان په دې ضلع کې د ناامنۍ پرله پسې پېښو اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، د روژې مياشت له پيل راهيسې په پېښو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

د صوابۍ د پنجپير کلي سليم خان اېډووکېټ، چې د عوامي نيشنل ګوند يو مخکښ او د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی دی، د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د صوابۍ امنيتي حالت تر پخوا بدتر شوی. "که له يوې خوا د صوابۍ ابادي زياته شوې نو له بلې خوا دلته د بېروزګاره تعلیم یافته ځوانانو شمېر هم سېوا شوی دی. دا ځوانان د مايوسۍ له لاسه بېلابېلو نشو ته مخه کوي. دا مهال په صوابۍ کې د [مېت اېمفېټامین یا] ایس نومي نشه خورا زياته شوې. موږ ګورو چې اکثره ورباندې ځوانان اخته کېږي. دوی بيا په وړو وړو خبرو جګړې کوي او يو بل وژني. زه تاسو ته د خپلو معلوماتو پر اساس ويلی شم چې يوازې روانه مياشت په صوابۍ کې ۵۷ کسان وژل شوي دي."

له رپورټونو سره سم، یوازې د اپرېل پر ۱۶مه د صوابۍ په اسماعیله، سپین کاڼي، یار حسین او ګڼي چتره کليو کې په جلا، جلا پېښو کې شپږ کسان ووژل شول. د اسماعیله په پېښه کې دوه سکه وروڼه وژل شوي ول.

د صوابۍ د زېدې کلي یو مدني فعال حمزوي يوسفزی وایي، په ټولنه کې زغم کم شوی نو ځکه د تاوتریخوالي پېښې مخ په زياتېدو دي. "دا تېره اوونۍ په صوابۍ کې پر يوه ورځ اته او پر بله ورځ شپږ ځوانان وویشتل او ووژل شول. د دې وژنو تر شا قامي شخړې او معاملې نه وې، بلکې ځوانان په ډېرو وړو خبرو په يوه بل پسې تفنګچې راباسي او مړي وشي."

موږ په صوابۍ کې د ناامنیو د زیاتېدونکو پېښو د لاملونو معلومولو لپاره د هغې ضلعې د پولیسو له مشر محمد شعېب سره رابطې وکړې خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

البته د صوابۍ تحصیل د تحريک انصاف ګوند نوي منتخب ناظم عطاالله خان د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې د وروستيو وژنو ډېری هغه يې ناموسي دي.

دی وايي، څو ورځې مخکې یې د ضلعې د پولیسو له مشر سره ولیدل. "هغه راته وويل چې د دې [پېښو] ۷۸ فیصده يې [ناموسي وژنې]، ۱۰ فیصده د پخوانیو دښمنیو او پاتې نورې هغه د خلکو ترمینځ د [لفظي شخړو] په نتیجه کې شوې دي. حالت واقعي د اندېښنې وړ دی، خو ځايي انتظاميه هڅه کوي چې د صوابۍ د امنيت پر موضوع د دې ضلعې له سیاسي، مذهبي او ولسي مشرانو سره يوه غونډه وکړي او د ناامنۍ او د نشه يي موادو د استعمال په څېر مسلو ته حل ولټوي."

عطاالله خان زیاته کړه، د تاوتريخوالي پېښو د مخنيوي لپاره لازمه ده چې په ټوله ضلع کې د نشه يي موادو ضد د يوه موثره کمپاين ترڅنګ د ځوانانو لپاره د لوبو او روزګار مناسب انتظامات وشي.

XS
SM
MD
LG