د لاسرسي ځای

تازه خبر

  پېښور کې "ولسي پاڅون" د ناامنۍ او ترهګرۍ پر ضد احتجاج وکړ


په دې مظاهره کې د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عام ولس برخه واخیسته.
په دې مظاهره کې د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عام ولس برخه واخیسته.

نن په پیښور کې د "پېښور ولسي پاڅون" تر سیوري لاندې د روانې ناامنۍ او ترهګرۍ پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه.

په دې مظاهره کې د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عام ولس برخه واخیسته. د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو نه پېښور ته راغلي خلک لومړی د پریس کلب مخې ته راټول شول او بیا یې د صوبايي اسمبلۍ تر ودانۍ پورې لاریون وکړ.

دوی د امن لپاره خپل غږ پورته کولو. د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ او د صوبايي اسمبلۍ غړي سردار حسین بابک مشال راډیو ته وویل، د خیبر پښتونخوا خلک د بدامنۍ خلاف راپورته شوي او د دغه شعور په رابیدارېدو هغوی خوښي ښکاره کوي.

هغه وړاندې وویل: "د دې اولسي پاڅون اصلي مقصد هم دا دی چې قامي اتفاق پیدا کړو، قامي بیداري پیدا کړو، په دې خپلو مسلو کې دلچسپي واخلو او د امن د سپینې جنډې لاندې د خپلو ستونزو د هوارۍ تګلاره وټاکو."

په دې مظاهره کې د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عام ولس برخه واخیسته.
په دې مظاهره کې د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشرانو، مدني فعالانو او عام ولس برخه واخیسته.

اولسي پاڅون ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، پښتانه د جنازو په اوچتولو ستړي شول خو د دښمن ټټر پرې یخ نه شو او دا سلسله لا هم دوام لري.

هغه وړاندې وویل: "د ډالرو په جنګونو کې زما د وطن د بچو يې جسمونه ټکړې ټکړې کړل خو لا یې هم ټټر نه دی یخ شوی."

منظور پښتین د پېښور په پولیس لاینز ترسره شوی برید وغندلو او ویې ویل، "موږ د وژلو شویو او ژوبلو کورنیو ته وایو، موږ درسره یو، تاسو یوازې نه یئ، دا غم زموږ شریک غم دی. دا په پولیس حمله نه وه، پولیس څه ذاتي دښمني نه لري، دا د هغې دښمنۍ تسلسل دی چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د پښتنو سره روانه ده."

د بد امنۍ سره په لاس او ګریوان صوبه خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د ولسي پاڅون په نامه په سوات، دیر، صوابۍ او نورو سیمو کې لاریونونه او مظاهرې شوې دي. خلک له حکومته غواړي چې د بدامنۍ، هدفي وژنو، د برمته نیونې او قلنګ غوښتو مخه دې ونیسي.

پېښور کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد احتجاج شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:53 0:00

د جلسې یو ګډونوال ځوان فاروق خان مشال راډیو ته وویل، هغوی باور لري چې پاڅونونه ګټه لري، هغه د سوات د پاڅون خبره وکړه او بیا یې وویل، همدا د پاڅون نتیجه وه چې سوات ته راغلي وسله وال په بیرته تلو مجبوره شول.

نوموړي وړاندې وویل: "دلته هم د اتفاق غوښتنه کوو، کله چې د اولسونو ترمنځ اتفاق موجود وي نو بیا مسلې هوارېږي او خبره یې اورېدل کېږي. که پښتون یو ځای شو، خپل حق غوښتلی شو."

په پاڅون کې ګڼ شمېر پوښتنو مېرمنو هم ګډون وکړ. مدني فعالې جمایما اپریدۍ مشال راډیو ته وویل، د پښتنو د مسایلو د ختمولو لپاره دا ډول پاڅونونه ډېر ضروري دي.

هغې وړاندې وویل: "دا زموږ څنګه ژوند دی، زه چې پیدا شوې یم، بمي چاودنې دي، بدامني ده، ویرونه دي، خلک د خپلو خپلوانو مړي ژاړي. موږ په ژړا او ویر ستړي شو. موږ هډو دا ګڼو نه چې ګینې په ازاد ملک کې ژوند کوو."

نوموړې وویل، په پاکستان کې تل پښتانه په نخښه کېږي.

په مومندو کې د امن پاڅون غونډه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د پوځ دریځ:

په پېښور کې د پاڅونوالو د تازه نیوکو او اعتراضونو په اړه د پاکستان د پوځي او یا هم ملکي چارواکو تازه څرګندونې مخې ته نه دي راغلي خو تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هوډ څرګند کړی وو چې د پیښور له خونړۍ چاودنې وروسته به د ترهګرۍ د ګواښ له مينځه وړلو لپاره په شریکه کار کوي. د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې لیکلي چې د پوځ مشرد فبرورۍ په درېیمه پېښور پولیس لاینز ته ولاړ، هلته یې د پېښې له ځای څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې د خیبر پښتونخوا پولیس ډیر زړه ور دي او د ترهګرۍ پر وړاندې یې د لومړۍ کرښې په توګه جګړه کړې ده.

د ولسي پاڅون په لاریونونو، مظاهرو او غونډو کې د ګڼو ګوندونو مشران او پلویان بې له دې چې د ګوند بیرغ پورته کړي او یا هم شعارونه ورکړي، له سپینو بیرغونو سره برخه اخلي. دوی وايي، سپینه جنډه د امن علامت دی.

د پېښور د اولسي پاڅون له پیلېدو څو ورځې وړاندې پښتون ژغورنې غورځنګ او عوامي نېشنل ګوند په پېښور کې د خلکو د خبرولو او پاڅون ته د بللو مهم چلولی وو.

د واڼې ولس د امن غوښتنې لپاره مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

بل خوا پرون (د فبرورۍ پر درېيمه) هم د خیبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د حقونو د تنظیمونو تر سیوري لاندی د ترهګرۍ پر ضد لاریونونه او احتجاجي مظاهرې ترسره شوي دي. مظاهرچیانو سپین بیرغونه پورته کړي وو او په پېښور کې د جنورۍ پر ۳۰مه د خونړۍ چاودنې د قربانیانو لپاره يې د انصاف او په سیمه کې د تلپاتې سولې غوښتنه کوله. مظاهرچیانو ته په وینا کې سیاسي او ولسي مشرانو وویل چې امنیت د ریاست ذمه واري ده خو تراوسه یې په دې برخه کې يې هېڅ ډول لېوالتيا نه ده ښودلې.

په باجوړ کې د امن پاڅون جلسه کې له حکومته د اقداماتو غوښتنه وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د دې تر څنګ د فبرورۍ په درېیمه، په صوبه کې د پخواني واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف تر سیوري لاندی په صوابۍ، مردان، چارسده، بنو، او کوز دیر کې د امن مارچ په نامه لاریونونه ترسره شول. په دغو مظاهرو کې د یاد ګوند مشرانو، تجارانو، وکیلانو او عام اولس برخه واخیسته. د یاد ګوند مشران وايي، د دغې مظاهرې مقصد په پېښور پولیس لاینز د ترسره شوې ځانمرګې حملې غندل وو.

په صوابۍ کې یوې احتجاجي غونډې ته په وینا کې د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر وويل چې خېبرپښتونخوا صوبه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډیره زیانمنه شوې او نور به پر خپله خاوره د پردي جنګ اجازه ورنکړي.

په خیبر پښتونخوا کې د امن د غوښتو لپاره دا مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان ووژل او ۲۲۱ ژوبل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG