د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا پوليسو مشر وايي له افغانستانه د ځينو وسلوالو په راتګ سره ترهګري زياته شوې


د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جا انصاري د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۰مه په سوات کې د خبري غونډې پر مهال.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جا انصاري د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۰مه په سوات کې د خبري غونډې پر مهال.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر وايي، په تېر کال کې په یاده صوبه کې د ترهګرۍ پېښې ځکه زیاتې شوې وې چې له افغانستانه ځینې وسله وال تنظیمونه ستانه شوي ول.

معظم جا انصاري دا خبره د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال وکړه.

نوموړي ویلي چې په ۲۰۲۲ز کال کې چې د ناامنۍ کومې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ولیدل شوې، ساری یې په تېرو پينځو کلونو کې نه وو لیدل شوی.

ده زیاته کړه، "په افغانستان کې چې سیاسي او پوځي واکمني بدله شوه نو ورسره سم ځینې هغه خلک او تنظیمونه چې په افغانستان کې ول، پاکستان ته راغلل او دلته یې په لاس کې د قانون اخیستل پیل کړل او په بېلابېلو ځایونو کې یې ترهګر فعالیتونه وکړل."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د معظم جا انصاري د وروستيو څرګندونو په اړه لا څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د وسلوالو اوښتلو او هلته وسلوالو فعاليتونو کولو ټول تورونه رد کړي ول.

معظم جا انصاري وویل چې د وسلوالو په دې بریدونو کې تر ټولو زیات ځاني او مالي تاوان پولیسو ته ورسېد.

نوموړي زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې یې د ترهګرۍ ضد جنګېدونکي ځواک معاشونه له دې کبله یو په دوه زیات کړي چې د ده په وینا، "هغوی په لوړه حوصله خپل خدمتونه وړاندې کړي."

د معظم جا انصاري په وینا، د ډېره اسماعیل خان، ټانک ، بنو، لکي مروت، شمالي او جنوبي وزیرستان پولیس له زیاتو امنیتي ننګونو سره مخامخ دي.

د خیبر پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي چې په ۲۰۲۲ز کې په خيبر پښتونخوا کې ۴۹۴ وسلوال بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې ۱۱۹ پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۱۲ ژوبل کړي دي. د چارواکو په وینا پر دې مهال د ترهګرۍ ضد پولیسو له خوا د لټون په عملیاتو کې ۸۱۲ وسلوال نیول شوي دي.


په خیبر پښتونخوا کې تېر کال د ترسره شویو نېږدې ټولو بریدونو ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې کړې وه.

تحریک طالبان پاکستان له هغه وروسته خپلو بریدونو ته زور ورکړ چې د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۷مه یې له پاکستاني حکومت سره ډزبندي ختمه کړه.

د خیبر پښتونخوا پر امنیتي چارو نظر لرونکی خبریال رسول داوړ وايي حکومت د صوبې د نورو ضلعو په څېر د جنوبي او قبايلي ضلعو امنیت او هلته د پولیسو اړتیاوو ته پام نه کوي.

ده وویل، "د کوهات تر سرنګ هغې خوا ضلعو کې پولیسو ته هر ډول اسانتیاوې او وسله نه ده ورکړل شوې او موږ وینو چې په دې سیمو کې له ځینو پولیسو سره ټوپک لا نشته."

د رسول داوړ په وینا، په دې وجه په بنو، لکي مروت ، ټانک ، ډېره اسماعیل خان او وزیرستان کې پولیس له زیات خطر سره مخامخ دي.

خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر معظم جا انصاري په وینا، دوی اوس په جنوبي ضلعو کې پولیسو ته نوې ټېکنالوجي او نوي الات هم ورکړي دي او د ده په خبره، د پولیسو د تخنیکي صلاحیتونو او مراعاتو زیاتولو لپاره نور کار هم روان دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا وخت په ټوله خیبر پښتونخوا صوبه کې ۱۲۹،۰۰۰ پولیس د امنیت چارې پر مخ وړي او په هر ځای کې به امنیت باوري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا نګران وزیر اعلا محمد اعظم خان ویلي چې د صوبې د امنیتي او اقتصادي ستونزو په اړه به له مرکزي حکومت سره خبرې کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۴مه په خپل دفتر کې د صوبې د امنيتي او ولسي چارواکو يوې غونډې ته په خپله وینا کې د خيبر پښتونخوا امنیتي حالت د اندېښنې وړ وباله خو زیاته يې کړه چې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره به ټولې وسیلې په کار راولي.

د پاکستان وفاقي حکومت په دې وروستیو کې ویلي ول چې د وسلوالو ډلو پرضد یې د کاروایي پرېکړه کړې ده او وسلوال د هېواد امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې ولس د بدامنۍ پرضد په پراخه کچه احتجاجونه کړي او ریاستې ادارې په دې تورنې کړې دي چې ګواکې د یو پلان له مخې یې د وسله والو پر فعالیتونو سترګې پټې کړې دي.

د دې لړۍ وروستۍ احتجاجي غونډه د جنورۍ پر ۱۹مه هم د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې وشوه چې ورته د سیمې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او پلویان ورغلي ول.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي دا تورونه ردوي چې ګواکې د وسلوالو پرضد په ګام اخیستلو کې سنجیده نه دي.

XS
SM
MD
LG