د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ احتجاجیانو پر پولیسو غږ کړی چې ژرترژره د امنیت وضع سمه کړي


د ډېسېمبر پر ۱۲مه د صوابۍ احتجاج ته ګڼ سیاستوالان، فعالان او ولسي وګړي ورغلي ول.
د ډېسېمبر پر ۱۲مه د صوابۍ احتجاج ته ګڼ سیاستوالان، فعالان او ولسي وګړي ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سلګونه وګړو د غلاوو، ډاکو او د ناامنۍ د نورو پېښو پرضد په احتجاجي مظاهره کې پر چارواکو د وسلوالو ضد د اقدام غږ کړی دی.

د رزړ تحصیل اوسېدونکو، د یوشمېر ګوندونو سیاستوالانو او فعالانو د ډېسېمبر پر ۱۲مه په شېوې اډه کې مظاهره پر داسې مهال کړې ده چې د ګل (دوشنبې) پر ورځ وسلوالو د ضلعې په وړوکي لاهور کې پر یوه پېټرول پمپ ډاکه اچولې ده او ورڅخه یې یو کروړ روپۍ وړې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په وروستیو ورځو کې په صوابۍ کې غلاوې، ډاکې او په ټېلېفون له خلکو څخه د باج (بتې) غوښتو پېښې زیاتې شوې دي.

د ضلعې پولیس وايي، د ناامنۍ او جرمونو د مخنیوي هڅې کوي او پکې ککړ وسلوال د قانون منګولو ته سپاري.

د رزړ تحصیل چېرمین او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال غلام حقاني د ډېسېمبر پر ۱۲مه تر احتجاج وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال د ډېسېمبر پر اوومه په پرمولو کلي کې په غلا او تر هغې مخکې د سیمې له خلکو څخه د ټېلېفون له لارې د باج غوښتو او ګواښونو په پېښو کې ککړ دي.

دی وايي، احتجاجیانو د ضلعې پولیسو ته د ډېسېمبر تر ۱۶مې پورې وخت ورکړی دی چې په جرمونو او ناامنۍ کې ککړ وسلوال ونیسي. "همدا ترهګر دي. مخکې به یې خلکو ته د بتو (باج) لپاره ټېلېفونونه کول خو اوس په کورونو ډاکې غورځوي. موږ په صوابۍ کې د ټولو سياسي ګوندونو په مرسته امن جرګې هم کړي دي. په ننني احتجاج کې مو د ضلعې پوليسو ته تر راتلونکې جمعې ورځې پورې وخت ورکړ چې که د پرمولو په غلا کې ملوث کسان يې ګرفتاره نه کړل نو موږ به د رزړو د پولیسو د مشر په دفتر کې احتجاجي پرلت وهو. موږ په ډاګه وايو چې دلته پاکستاني طالبان راغلي دي. هغوی اوس د خلکو کورونو ته اوړي او غلاوې کوي. خبره ډېره ورانه شوې ده."

د صوابۍ انتظامیې او پولیسو په ضلع کې د ټي ټي پي د وسلوالو موجودیت په اړه څه نه دي ویلي.

له دې پرته تحریک طالبان پاکستان په وروستیو میاشتو کې شتمنو خلکو ته د دړکو ورکولو او ورڅخه یې د باج غوښتو تورونه رد کړي ول.

خو هغې ناقانونه ډلې د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو تر اعلان وروسته د یوشمېر بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.

د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمینځ د جون له لومړۍ نېټې راهیسې پر دوه اړخیزه اوربند سربېره بریدونه روان ول. خو حکومتي چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

د شېوې اډې په احتجاجي مظاهره کې شامل د رزړ تحصيل لپاره د پيپلز ګوند مشر د پرمولو ملک جهان اکبر خان مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو تقريباً مياشت مخکې له همدې کلي څخه د صوابۍ د ضلعي کونسل پر يوه منتخب غړي افسر زېب ډزې کړې وې، هغه يې زخمي کړی وو او وروسته يې د ډېسمبر پر اوومه د هغه پر کور ډاکه واچوله.

جهان اکبر خان زياته کړه، د پرمولو په غلا کې د ککړو کسانو تر ګرفتارۍ پورې احتجاج جاري ساتي. "اول يې د دې کور پر يوه کس، افسر زېب، ډزې وکړې او هغه يې سخت زخمي کړ. هغه بله شپه يې پر کور ۲۵ کسان د پوليسو په جامه کې وروختل. د کور کسان يې په يوه کوټه کې بند کړي ول. په درې نيمو ګېنټو کې يې کور لټ په لټ کړ او هر څه يې ترې يوړل. زه حيران يم چې دلته رياست شته او که نه؟ پوليس ذمه واره دي. موږ ورته سوال کوو چې خپل غله راکړي او که داسې نه وه نو زموږ احتجاجي جلسونه او ناستې به جاري وي."

د شېوې اډې په احتجاجي مظاهره کې د قومي وطن پارټۍ د صوابی مشر او پخواني تحصيل ناظم مسعود جبار خان هم ګډون کړی وو. ده مشال ته وويل، سیاستوالان او فعالان ښايي ژر د صوابۍ پر ټول ولس د امن لپاره د پاڅون غږ وکړي. "په صوابۍ کې بدامني ده. موږ به ډېر ژر له خپلو سياسي ملګرو سره په سلا مشوره، د صوابۍ پر ټولو خلکو غږ کوو چې د امن په نوم د يوه ملي پاڅون برخه شي. موږ به له انتظاميې وغواړو چې د ضلعې د امنيت ټينګښت ذمه وارۍ په سمه توګه پوره کړي."

له سږني اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي چې پرضد یې د جولای له میاشتې راهیسې لاریونونه، پرلتونه، جلسې او جرګې شوې دي.

د صوابۍ د رزړ تحصيل چېرمين غلام حقاني په خپلو خبرو کې پر پوليسو هم د وسلوالو د وروستیو بریدونو ذکر وکړ.

ده زیاته کړه چې که د ضلعې پوليس د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلل نو ولس به د لښکرو او کمېټيو په شکل کې د "خپل امنيت غم په خپله وخوري."

د صوابۍ احتجاجیانو پر پولیسو غږ وکړ چې ژرترژره دې وسلوال ونیسي - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.
د صوابۍ احتجاجیانو پر پولیسو غږ وکړ چې ژرترژره دې وسلوال ونیسي - د ډېسېمبر ۱۲مې انځور.

د پولیسو او چارواکو دریځ

موږ د ډېسمبر پر ۱۲مه د صوابۍ، وړوکي لاهور او داراز د رزړ تحصيلونو له پوليس چارواکو سره د ټېلېفوني رابطو هڅه وکړه، په وټس ایپ مو ورته پيغامونه پرېښوول، د دریځ په ترلاسه کولو یې و نه توانېدو.

البته د صوابۍ د پوليسو د یوه چارواکي ویاند لياقت خان مشال راډيو ته وويل چې د ضلعې پوليس افسرانو د پرمولو د ډاکې نوټس اخيستی، د پېښې رپورټ یې درج کړی دی او د ملزمانو د نیولو هڅې کوي.

نوموړي د صوابۍ او جهانګيري ترمینځ پر لویه لاره په پروت وړوکي لاهور کلي کې د ډېسمبر پر ۱۲مه په يوه پېټرول پمپ کې ډاکه تایید کړه او و یې ویل چې وسلوالو غلو ورڅخه تر یو کروړ زیاتې روپۍ وړې دي.

خان زیاته کړه چې په وروستیو کې په صوابۍ کې "د غلا دوه پېښې شوې دي. يوه د پرمولو او بله د وړوکي لاهور هغه. پوليسو د شېوې اډې له احتجاجيانو سره تر نننيو خبرو وروسته يوه کمېټي جوړه کړه چې پکې د ضلعې تکړه پوليس افسران شامل دي. د دواړو پېښو اېف ای ارونه درج شوي دي. که خدای کول نو په راتلونکو څو ورځو کې به ملزمانو ته رسېدګي وشي. پوليسو پوره زور لګولی. د صوابۍ سياسي مشرانو هم فشار راوړی دی."

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومتونو او پوځي چارواکو په وروستیو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې وسلوال منظمېدو ته نه پرېږدې، پرضد یې اقدامات کوي او د صوبې امنیتي وضعیت نه خرابوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د وسلوالو ضد اقدامات کوي او هغوی د صوبې امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. د کورنیو چارو وزیر بابر سلیم سواتي د ډېسېمبر پر پینځمه د اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې پولیسو په تېرو ۱۰ میاشتو کې "۵۴۰ ترهګر نیولي" او د امنیت ټینګښت لپاره د عملیاتو پر وخت یې ۸۸ پولیسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې او دا چې د هېواد امنيتي ځواکونه به "د ترهګرو ډلو د ماتولو" عمل په "پوره قوت" مخ ته وړي.

له دې پرته، د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه د خیبر ضلعې تیرا سیمې ته د سفر پر مهال هوډ وښود چې پوځ به د "ترهګرۍ خلاف مبارزه جاري" ساتي.

XS
SM
MD
LG