د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او طالب حکومت خبرې د سیمې پر امنیت څه اغېز لرلای شي؟


بلاول بټو زرداري (ګیڼې خوا ته) له امیر خان متقي سره په اسلام باد کې روان دی ـ د ۲۰۲۳ز کال د مې ۷مې انځور.
بلاول بټو زرداري (ګیڼې خوا ته) له امیر خان متقي سره په اسلام باد کې روان دی ـ د ۲۰۲۳ز کال د مې ۷مې انځور.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وایي له بهرنۍ تګلارې سره سم یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرې پیل کړې دي.

بلاول بوټو زرداري د جون پر ۱۷ مه په سوات کې جلسې ته وویل چې د سیمې د امنیت لپاره یې حکومت هر ډول اقدامات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د ډریورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقالوي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي او له هغې راهیسې اسلام اباد هڅه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په مخنیوي کې مرستې ته تیار کړي خو تر اوسه په دې لړ کې د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

پوښتنه دا ده چې د بلاول بوټو زرداري وروستی بیان د پاکستان امنیت ټینګولو کې څومره ګټور کیدای شي؟

په پېښور کې کارپوه او خبریال مشتاق یوسفزی وايي چې دا یو سیاسي بیان دی او د خلکو د اعتماد ترلاسه کولو یوه هڅه ده خو د امنیت په ټینګولو کې به ډیره ګټه ونلري.

ده وویل، ''د پاکستان سیاستوال په بهرنۍ تګلاره کې ډیر کم عمل دخل لري. دوی د خلکو د اعتماد او ووټ حاصلولو لپاره په جلسو کې دا ډول خبرې کوي. چونکه په سوات کې سخته ناامني تیره شوې او تیر کال په سوات کې بیا وسله وال ښکاره شول او د ناامنۍ پېښې هم وشوې نو ځکه په خلکو کې ډیره ویره او پریشاني ده. د خلکو اندېښنو ته په کتو بلاول دا بیان ورکړی دی.''

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د سوات په شمول د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي او پکې د پوځ، پولیس او قامي مشرانو تر څنګ عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

څېړونکی او پخوانی برېګېډییر سید نذیر بیا وايي چې که څه هم پوځ د بهرنیو تګلارو او په ځانګړې توګه له امنیت سره تړلو موضوعاتو باندې ملکي حکومت ته مشورې ورکوي خو په دې اړه پرېکړې حکومتونه کوي.

د هغه په وینا د بهرنیو چارو د وزیر بیان د حکومتي تګلارې څرګندونه کوي چې ورسره به په هېواد کې امنیت ښه شي.

نذیر زیاته کړه، ''د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د اسلام اباد د سفر پر مهال هم په دې موضوع ډیرې خبرې شوې دي. د پاکستان حکومت په دې کې د چین سره هم سلا مشوره کړې ده. نو په دې لړ کې پکار ده چې پاکستان او افغانستان سفارتي همکاري وکړي او په خاصه توګه د ترهګرۍ د مخنیوي او پر خپلمنځي پولو د حفاظت لپاره په ګډه کوټلي ګامونه پورته کړي.''

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې له مختلفو پړاونو تېرې شوې دي. که څه هم پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژنې خو د دواړو هېوادنو پلاوي په بېلا بېلو وختونو کې دواړو هېوادو ته تللي راغلي‌ دي او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

دا راز پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه کوي خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې په خوست او کونړ کې 'پاکستانيو الوتکو' بمباري کړې وه او په غبرګون کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستانی سفیر احضار کړی وو.

دا راز د دواړو هېوادونو ترمینځ په ګډه پوله په ځینې وختونو کې د دواړو خواو سرتېرو پر یو بل ډزې هم کړې دي چې مرګژوبله یې اړولې.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز په وروستيو کې د افغان طالبانو په مرسته له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌پي) سره خبرې پيل کړې وې چې په نتیجه کې یې دواړه خواوې د ۲۰۲۲ز کال د جون له لومړۍ نېټې په اوربند سلا شوي وو. خو دا اوربند بیا د هغه کال د نومبر پر ۲۷مه طالبانو پای ته رسولی وو.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG