پوځ د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) پر بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان تور پورې کړی دی چې د هغې امنیتي ادارې "ضد یې بیانیه جوړه او خپره" کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار مشر جنرال احمد شریف چودري د ډېسېمبر پر پینځمه په راولپينډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دا ډول بیانیې د سیاست له دایرې وتلي او "ملي امنیت ته ګواښ" ګرځېدلې دي.
نوموړي د پي ټي ای زنداني بنسټګر ته په اشاره وویل، هغه ګواښ "د هغه خبطي کس د وهمي ذهنیت زېږنده دی چې د خپلې انا بندیوان دی او فکر کوي چې هیلې او ارمانونه یې د پاکستان له هغو لوړ دي."
جنرال چودري د عمران خان د نوم له اخیستو پرته دعوه وکړه چې د هغه "انا، ارمانونه او مایوسۍ یې دومره زیاتې شوې دي چې فکر کوي له هغه پرته به نړۍ پای ته ورسي."
نوموړي په ټوله خبري غونډه کې د خان نوم یاد نه کړ خو د خپلو دعوو د ثابتولو په موخه یې د هغه انځورونه او پر اېکس (پخواني ټوېټر) یې بیانونه او څرګندونې یې پر پرده وښودې.
جنرال چودري دا څرګندونې تر هغې څو ورځې وروسته کړې چې پي ټي ای پر اېکس په یو اوږد بیان کې په زندان کې خان او د هغه د خور عظما خان د ملاقات حال خپور کړ. په هغه بیان کې راغلي چې عمران خان د ډېسېمبر پر دویمه په ملاقات کې خپلې خور ته وویل چې د پاکستان د پوځ مشر فیلد مارشل سید "عاصم منیر یو ذهني مریض دی چې د اخلاقي پستۍ له وجې یې په پاکستان کې د ایین او قانون" واکمني "بشپړه ختمه شوې ده او د هېڅ پاکستاني اساسي بشري حقونه خوندي نه دي."
د پي ټي ای په بیان کې د خان له خولې دعوه شوې چې هغه او ښځه یې د "منیر په امر پر درواغو د ولاړو مقدمو پر اساس بندیان دي."
خان ویلي چې په زندان کې "له سختې ذهني ځورونې" تېرېږي "په یوه خونه کې یوازې بندي" دی، "له څلورو اوونیو راهیسې یې له هېچا سره نه دي لیدلي" او چارواکو له "بهرنۍ نړۍ بې خبره ساتلی دی."
د پاکستان حکومت لا د عمران خان د ګوښه والي قید او ځورونې په غبرګون کې رسماً څه نه دي ویلي.
تحریک انصاف د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري تر خبري غونډې وروسته پر اېکس په یو لړ بیانونو کې د نوموړي دعوې او تورونه رد کړي دي.
ګوند په یو بیان کې ویلي چې پر "کله یو زورواکی نظام په رڼا ورځ انتخابات غلا کوي، سوله ییز پاکستانیان وژني، زنداني کوي یا یې غړي کوي" او چې کله پر عدلیې او قاضیانو فشار اچول کېږي او یو "پخوانی وزیراعظم له اساسي حقونو بې برخې کېږي نو دا ولې ملي 'امنیت ته ګواښ' نه بلل کېږي او چې عمران خان د زندان له خونې ریښتیا وايي نو فوراً" ګواښ شي؟
په بیان کې د چا نوم نه دی یاد شوی خو د فیلډ مارشل عاصم منیر انځور په خپرولو یې هغه ته او پوځ ته په اشاره ویلي چې "یو کس" او "یوه اداره څنګه ځان له اساسي قانون، د قانون له واکمنۍ او ۲۴۰ مېلیونه پاکستانیانو لوړ بلل کېدای شي؟"
بیان زیاتوي چې اوس ولس د دې پوښتنو ځواب غواړي.
د تحریک انصاف په ګډون د پاکستان په ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) کې شاملو ټولو حکومت مخالفه ګوندونه تر دې مخکې هم په بیا بیا ویلي چې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ اوسنی وفاقي اېتلافي حکومت د پوځ په مرسته جوړ شوی او واکمن دی.
خو د پاکستان پوځ دا دعوه ردوي او جنرال چودري په خپله تازه خبري غونډه کې هم ټینګار وکړ چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي، ټولو سیاسي "شخصیتونو ته درناوی" لري او هغوی دې "خپل سیاست کوي" خو "پوځ دې ترې لیرې" ساتي.
د ایین ساتنې غورځنګ دا دریځ هم وړاندې کوي چې د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې له بندي عمران خان سره پر لیدو کتو بندیز د پوځ په امر لګول شوی دی.
خو د پاکستان حکومتي چارواکي وايي له عمران خان سره پر لیدو بندیز نه دی لګېدلی. د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ د نومبر پر ۲۸مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان تحریک انصاف ګوند دې د احتجاجونو پر ځای په خیبر پښتونخوا کې د امنیت ښه کولو لپاره لاس په کار شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.
نوموړی وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.