د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي: د پاکستاني سرتېري د "قاتل" تر نه سپارلو به د چمن دروازه تړلې وي


د چمن او سپین بولدک ترمينځ لاره په وار وار د ځينو ناوړه پېښو تر رامينځ ته کېدو وروسته تړل شوې ده ــ انځور له ارشيفه
د چمن او سپین بولدک ترمينځ لاره په وار وار د ځينو ناوړه پېښو تر رامينځ ته کېدو وروسته تړل شوې ده ــ انځور له ارشيفه

پاکستاني چارواکي وايي تر هغو به د چمن دروازه نه خلاصوي چې طالبان د یوه پاکستاني سرتېري "قاتل" ور ونه سپاري.

دغه دروازه د نومبر پر ۱۳مه تر هغه وروسته بنده کړل شوه چې په ظاهره يو مشکوک طالب وسلوال د پاکستان پر پوله ساتو سرتېرو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

د چمن ډېپټي کمېشنر عبدالحمید زهري د نومبر پر ۱۴مه امریکا غږ ته وويل چې دغه لاره به د سوداګرۍ پر وړاندې تر هغو بنده وي چې د برید مسول نه وي ورته سپارل شوی.

نوموړي ویلي، د چمن دروازه پرون مازیګر (د نومبر پر ۱۴مه) د لنډ وخت لپاره يوازې د هغو افغانانو او پاکستانيانو لپاره پرانيستل شوه چې د دروازې دواړو غاړو ته بند پاتې ول.

زهري زياته کړه چې د نومبر پر ۱۴مه يې له طالبانو سره د دروازې پر مسله خبرې شوي خو نه دې بريالۍ شوې.

د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې په غبرګون کې د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د يادې پېښې د څېړلو او عاملينو پيدا کولو لپاره يې حکومت يو لوړ پوړی پلاوی ګمارلی او پلټنې يې پيل کړي دي.

نوموړي نن (د نومبر پر ۱۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې حکومت يې پر يادې پېښې خواشيني څرګندوي. مجاهد زياته کړې چې د پاکستان پر امنيتي سرتېرو يو "نامعلوم کس" ډزې کړي دي.

پر ټولنيزو رسنيو پر چمن دروازه د لګېدلې کېمرې په خپرې شوې ویډيو کې ښکاري چې پر دروازه يو کس، چې ساده جامې يې په غاړه دي، توپنچه راباسي او پر پاکستانيو عسکرو ډزې کوي. پاکستانيو چاوراکو د دغې ويډيو کره والی تاييد کړی دی.

د افغانستان او پاکستان تر مينځ پر اوښتونکو دروازو دا ډول پېښې تر دې مخکې هم شوې دي. د فبرورۍ پر ۲۴مه د سپین بولدک او چمن ترمینځ د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه او د دواړو خواوو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته د همهغې مياشتې په پای کې بيا بېرته پرانيستل شوه.

په دا وروستيو کې د افغانستان او پاکستان پر سرحدي دروازو له اوښتونکو افغانانو سره د پاکستانيو عسکرو د ناسم چلند راپورونه هم ورکړل شوي چې افغانان يې په غصه کړي دي. بلخوا پاکستانيو چارواکو په ځينو مواردو کې د مساپرو د ځورونې په تور د ښکېلو عسکرو پرضد قانوني کاروايي هم کړې ده.

تر دا ډول پېښو وروسته د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني رسنيو ته ویلي چې د پاکستان له حکومت سره يې څو ځلې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د دې ستونزې د هواري په اړه خبرې کړې خو کومه نتيجه يې نه يې لرلې.

چمن او سپین بولدک تر تورخم وروسته دويمه لويه لار ده چې ډېر خلک پرې افغانستان او پاکستان ته تګ راتګ کوي. د چارواکو د شمېرو له مخې په هغه ځای کې هره ورځ له ۱۵،۰۰۰ څخه تر ۲۰،۰۰۰ پورې خلک تګ راتګ کوي.

د چمن لارې تر بندېدو وروسته پر تجارتي مالونو بار ټرکونه بیرته ګرځول شوي دي. يو سوداګر عمران کاکړ مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د داسې پېښو مخنيوی دې وکړي او د مسلې تر حل سمدستي وروسته دې لار خلاصه کړل شي. د هغه په وينا، که لاره تر ډېره وخته پورې بنده پاتې شي نو سوداګرو ته به ډېر زیان ورسېږي.

XS
SM
MD
LG