د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغانستان ته تلونکې لارې بیا وتړلې


په خیبر او چمن کې پاکستاني چارواکي وایي، د تورخم او چمن بندرونه یې د دوو ورځو لپاره تر خلاصېدو وروسته یو ځل بیا تر ناڅرګندې په مکمله توګه تړلې ده او د چارشنبې/زیارت لهسهاره پرې هېڅوک تګ راتګنه شي کولی.

دوي وایي د مارچ پر اوومه او اتمه نېټه یې په پاکستان کې ایسار څه باندې څلرویشت زره (۲۴۰۰۰) افغان وګړیو ته په سفري اسناد په تورخم پوله افغانستان ته د اویښتو اجازه ورکړه او نېږدې اته سوه(۸۰۰) پاکستاني وګړي بیا خپلې غاړې ته ورداخل شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې د تورخم او چمن بندرونه به یوازې دوه ورځې یاني سېشنبه او چارشنبه خلاص وي، نو تر هغه وروسته په زرګونه افغان وګړي تورخم ته ورغلل چې په سلګونه پکې ناروغه کسان هم ول، افغانستان ته واویښتل.

اوس یو ځل بیا په تورخم او چمن کې امنیت ټینګ کړل شوی دی او تجارتي هلې ځلې په ټپه ولاړې دي.

په چمن کې د سوداګرانو ټولنې مشر انجینیېر دارو خان وايي، چې اوس هم په چمن او سپین بولدک کې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه موټران او کنټېنران ولاړ دي.

دارو خان وايي چې په ګرمۍ کې د افغانستان او پاکستان تجارت زیاتوي ځکه چې له هغه ځایه په ګاډو او ټرکونو کې خټکي، انګور او انار راځي خو د یخنۍ په موسم کې بیا زیاتره مېوه او سبزیان له پاکستانه و افغانستان ته وړل کېږي، ځکه چې مالټا او پټاټې خو د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته هم لېږل کېږي.

انجینیېر دارو خان زیاتوي چې د چمن خلکو لوی کاروبار د سپین بولدک له وېش منډۍ سره تړلی دی او هره ورځ سهار مهالله ۱۰ تر ۱۵ زرو پورې کاروباریان بولدک ته ځي او ماښام بیرته راستنېږي ځکه چې هلته د دوی مارکېټونه او دکانونه دي. دغه مارکېټونو ته د افغانستان له بېلا بېلو سیمو تجاران سپین بولدک ته وراځي بلکې ډېر شیان له هغې غاړې پاکستان ته هم په قانوني توګه هم راوړل کېږي.

په پاکستان کې د ترهګرۍ د پرله پسې بریدونو وروستو امنیتيو چارواکیو په دې ادعا د فبروۍ په اوولسمه نېټه د تورخم، چمن او غلام خان بندرونه وتړل چې له دغو لارو وسله وال پاکستان ته ننوځي او دوی غواړي چې د ترهګرۍ د نورو ممکنه بریدونو مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG