د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان د یو مهم وسلوال د وژلو دعوه کړې ده


په شمالي وزیرستان کې یو پوځي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې یو پوځي د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د شمالي وزیرستان په میرلي کې یې د ځانمرګو بریدونو یو مهم پلانوونکی وژلی دی.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو پوځي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې وژل شوی تن صدام نومېده چې په لنګړا هم پېژندل کېده او د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې د ځانمرګو بریدونو له مرکزي منتظینو څخه یو وو.

د چارواکي په خبره، امنیتي ځواکونو استخباراتي معلومات ترلاسه کړي ول او د مې پر ۱۱مه یې نوموړی د میرلي په یو هوټل کې په نښته کې وژلی دی.

هغه وویل، امنیتي ځواکونو غوښتل چې لنګړا و نیسي خو هغه د تېښتې پر مهال ووژل شو.

تحریک طالبان پاکستان لا د پوځ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، بنو، لکي مروت او شاوخوا سیمو کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د وسلوالو خلاف د پوځ ځانګړي عملیات دوام لري.

د روانې میاشتې پر اوومه هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د شپږو مشکوکه وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې د عملیاتو پرمهال په شمالي وزیرستان کې د لسګونو مشکوکو وسلوالو د نیولو او ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تصدیقولای.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG