د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د سوځېدلي ښونځي کړېدلي ماشومان


د تحصيل خوازه خيلې شيرپلم دارو ميرې د جينکو سوځېدلی سکول
د تحصيل خوازه خيلې شيرپلم دارو ميرې د جينکو سوځېدلی سکول

په دغه سوځول شوي سکول کې تر پينځم جماعته زدکړې کېږي چې څه باندې یو سل زدکوونکې یې لرل خو اوس په کې حاضري ډېره کمه شوېده.

د سوات له مرکزي ښارمينګورې دېرش کلوميټره لرې د تحصيل خوازه خيلې شيرپلم دارو ميرې د جينکو پرائمري سکول د اکتوبر په مياشت کې وسلوالو کسانو سوځولی وو چې اوس یې زدکونکې تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو یا خېمو کې زدکړې حاصلوي.


په دغه سوځول شوي سکول کې تر پينځم جماعته زدکړې کېږي چې څه باندې یو سل زدکوونکې یې لرل خو اوس په کې حاضري ډېره کمه شوېده.

د دویم ټولګي یوه زده کونکې اته کلنه افسانه وايي چې دوی په يو تانبوکې دننه له اول جماعته تر پينځم جماعته په زده کړو مجبوره دي خو د شور له وجې سبق نه شي ویلای. ځمکه ډېره کلکه دهو خاورې او دوړې دي، ساړه هم ډېر وي.

يوه بله زده کونکې بشرا بي بي وايي چې وړاندې د دوی سکول ډېر ښایسته او ودان وو، په کوټو کې یې چوکۍ او مېزونه لرل خو اوس یې ودانۍ ړنګه نسکوره ده او ډېرمشکلات لري.
د سکول يوه استاده زياتوي چې په سکول کې د کيناستو ځای نيشته، د ليک لپاره نه تخته شته او نه هم نورې اسانتياوې. دغه سکول د سوځيدو له وجې تباه شوی خوبيا هم دوی هڅې کوي چې د تعليم لړۍ جاري وساتي.

په سوات کې د تعليم محکمې ښځینه مشره پروين بي بي وايي، چې د اکتوبر په مياشت کې دغه سکول وسوځول شو او دومره ژر یې وداني بيا جوړول ممکنه نه ده. بياهم دوی زده کونکو ته تانبوګان ورکړي دي خو دغه هم پوره نه دي. او زیاتوي چې د ښوونځي بیا جوړولو لپاره یې هڅې روانې دي.
XS
SM
MD
LG