د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه: افغانستان د طبیعي ناورینونو له جدي ګواښ سره مخامخ دی


د بادغیس په ګډون د افغانستان ډېری ولایتونه له یوشمېر کلونو راهیسې له وچکالۍ سره مخامخ ول - د ۲۰۲۱ز کال انځور.
د بادغیس په ګډون د افغانستان ډېری ولایتونه له یوشمېر کلونو راهیسې له وچکالۍ سره مخامخ ول - د ۲۰۲۱ز کال انځور.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولی ویلي دي چې هغه هېواد د بشري بحران او طبیعي ناورینونو له پلوه له تر ټولو جدي ګواښ سره په مخامخو هېوادونو کې په څلورم مقام دی.

ټولنې د مې پر اوومه په بیان کې اټکل کړی دی چې په افغانستان کې به اقلیمي یا د اب و هوا بدلون د خلکو پر ژوند نور فشار هم راولي. بیان زیاتوي چې د وچکالۍ او سېلابونو په څېر د نورو طبیعي ناورینونو یا افتونو ګواښ کولای شي چې د افغانانو وضعیت لا خراب کړي.

نړیوال مرستندویه بنسټونه وايي، وچکالۍ او اقتصادي بحران په افغانستان کې د بېوزلۍ کچ خورا لوړ کړی دی او د هغه هېواد له څه د پاسه ۴۰ مېلیونه وګړو څخه یې تر ۲۸ مېلیونه زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان ډېری ولایتونه له یوشمېر کلونو راهیسې له سختې وچکالۍ سره مخامخ ول او تېر کال پکې بې وخته او سخت ورښتونه د سېلابونو لامل شول چې خلکو ته یې لوی زیانونه واړول.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې په مصر کې د اب و هوا بدلون او د نړیوالې تودوخې درجې د لوړېدو مخنیوي لپاره په کلنۍ غونډه کې ویلي ول چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېز مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

ملګرو ملتونو هغه مهال ویلي ول چې افغانان د اقلیمي بدلون له ویجاړوونکو ګواښونو سره مخامخ دي او دا چې افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په قطار کې پر شپږم ځای دی چې د اب و هوا بدلون اغېزمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې تر اوږدمهالې وچکالۍ او په ځنګلونو کې د اور لګېدو تر پېښو وروسته سختو بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل.

ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي. د خوړو پروګرام (ډبلیو اېف پي) د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۲مه یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که هغه ۸۰۰ مېلیونه امریکايي ډالر چې د ملګرو ملتونو هغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي، ترلاسه نه کړي نو د افغانستان بېوزله خلک به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په مارچ کې هم خبرداری ورکړی وو چې که پیسې ترلاسه نه کړي نو مېلیونونه افغانان به له بشري مرستو بې برخې پاتې شي. ډبلیو اېف پي هغه مهال ویلي ول چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ مېلیونو ډالرو ته اړتیا لري. دې ادارې زیاته کړې وه چې تېر کال یې ۲۳ مېلیونو کسانو ته خوراکي مرستې رسولي، چې ۱۹ مېلیونه یې ښځې او نجونې وې.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل ونيو او خپل حکومت یې جوړ کړ. تر هغې وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصاد خراب شوی، روزګار لږ او سوداګري کمه شوې ده.

د نړۍ هېڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی نو همدا لامل دی چې نړيوالې مرستې هم د تېر په څېر نه دي.

XS
SM
MD
LG