د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې سېلاوونه: لوګر کې د ۲۴ ښوونځيو ودانۍ زیانمنې شوې


د افغانستان په لوګر کې د ۲۰۲۲ز کال په اګست مياشت کې راغلو سېلاوونو لسګونه ښوونځي زيانمنې کړې دي.
د افغانستان په لوګر کې د ۲۰۲۲ز کال په اګست مياشت کې راغلو سېلاوونو لسګونه ښوونځي زيانمنې کړې دي.

د افغانستان په لوګر کې د وروستیو اورښتونو او سېلاوونو له کبله د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ودانیو په زیانمنېدو سره په دې ولایت کې د ۱۲،۰۰۰ زده کوونکو ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

نن (د اګست پر ۲۷مه) د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب مشال راډیو ته وویل، یاد ښوونځي په مرکز پل علم، برکي برک، څرخ، محمداغې، خروار، ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې زیانمن شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکو له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د یادو ښوونځیو په بیارغونه کې ورسره مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG