د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال سازمان د ازبکستان له لارې افغانستان ته خوراکي توکي استوي


د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ مېلیونه خلک له لوږې سره مخامخ دي.
د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ مېلیونه خلک له لوږې سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ ټنه خواړه د ازبکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي.

د هغې ادارې یوه ویاند وحید الله اماني بېګا مشال راډیو ته وویل، هغه خواړه د ازبکستان د حکومت په مرسته افغانستان ته لېږدوي. دی وايي، د ازبکستان په ترمذ کې د نوي لوجېسټیکي مرکز د وړتیاوو له لوړېدو سره به وکولای شي چې په افغانستان کې له شاوخوا ۲۰ مېلیونه هغو وګړو سره په ښه ډول مرسته وکړای شي چې له لوږې سره مخامخ دي.

اماني زیاته کړه چې د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره څه باندې یو نیم ارب ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغه هېواد اقتصاد خراب شوی او پکې بې کاري زیاته شوې چې له کبله یې مېلیونونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG