د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانيه د افغانستان لپاره ۱۰۰ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړه خو طالبانو ته یې نه ورکوي


د برتانيې بهرنيو چارو وزيره، ليز ټرس
د برتانيې بهرنيو چارو وزيره، ليز ټرس

برتانيه په افغانستان کې د بشري ناورين ختمولو او ضرورتمندو سره د مرستې لپاره د ۱۰۰ ميليونو ډالرو ورکولو ژمنه وکړه.

د برتانيه بهرنیو چارو وزیرې ليز ټرس د دیسمبر پر ۱۰مه د دې مرستو د اعلان په وخت ويلي چې له دې سره به د خلکو ژوند ژغورلو، د جينکيو او ښځو خونديتوب او د سیمي په ثبات کې مرسته وشي.

دا نوې مرستې به د جنس پر اساس د تشدد متاثرینو او د ماشومانو خوندیتوب د کارونو لپاره هم کارول کېږي. له افغانستان سره د مرستو دا ژمنه د جي۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمینځ تر هغه بحث وروسته شوې چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره د رابطو لپاره د شریکو اقداماتو په اړه شوی وو.

چارواکو ویلي چې دا مرستې به نېغ په نېغه طالبانو ته نه ورکوي البته د افغانستان د بشري مرستو، د خوړو نړېوالې ادارې او نورو سازمانونو له لارې به ورکول کېږي.

د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له خوا د افغانستان تر نیولو وروسته په دغه هېواد کې اقتصادي صورتحال خراب شوی دی. له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو او د طالبانو پر حکومت د قبضې کولو وروسته امریکا او نورو مرستندویه ادارو دغه هېواد ته مرستې بندې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG