د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د سوات او شانګلې د ځينو سيمو ځنګلونو کې لګېدلي اورونه وژل شوي


په سوات کې د ريسکيو ۱۱۲۲ کارکوونکي د اور په وژلو بوخت دي. د ۲۰۲۲زکال د جون پنځمه انځور
په سوات کې د ريسکيو ۱۱۲۲ کارکوونکي د اور په وژلو بوخت دي. د ۲۰۲۲زکال د جون پنځمه انځور

د ملاکنډ ډويژن کمشمنر شوکت علي يوسفزی وايي چې د سوات په زیاتره سيمو او د شانګلې په غرونو کې لګېدلي اورونه يې تر ډېره پورې وژلي دي.

شوکت علي يوسفزي د جون پر پنځمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د مرستندويه ادارو په مرسته يې د شانګلې په سرکول سيمه کې پر لګيدلي اور يې قابو موندلی دی. خو د نوموړي د دې خبرې په خپلواکه توګه تصديق ونشو.

ده دا خبره تر هغه يوه ورځ وروسته کړې چې د جون پر څلورمه يې مشال راډيو ته ويلی ول چې دوی د اور د وژلو په لړ کې له ځايي خلکو د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړې وه: "زموږ چې څومره حکومتي مشينري ده، هغه لګيا ده. که پټواريان دي، که تحصيلداران او که ځايي چارواکي. له نوو منتخبه شوو ضلعي کونسلرانو مو هم غوښتنه کړې چې تاسو هم راووځي. په ځايي جوماتونو کې هم اعلانونه وشول چې خلک دې له حکومت سره مرسته وکړي."

د شانګلي بشام پوليسو مشر ډي اېس پي جهانزيب خان د جون پرڅلورمه مشال راډیو ته ويلي ول چې د جون درېيمه شپه مهال د چکیسر تحصیل په سرکول سیمه کې په غرونو کې اور لګېدلی، چې یوه مور او د هغې درې ماشومان پکې سوځېدلي او مړه شوي دي.

د سوات ډپټي کمېشنر د اور په لګولو کې د لاس لرونکو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې
د سوات ډپټي کمېشنر د اور په لګولو کې د لاس لرونکو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې

بلخوا په سوات کې هم چارواکي وايي چې له تحصيل کبل پرته يې په پنځو نورو ځايونو کې لګيدلي اورونه وژلي دي.

د سوات د ځنګلاتو څانګې مشر وسيم خان د جون پر پنځمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د حکومتي ادارو او خلکو په مرسته يې په زیاتره سيمو کې اورونه وژلي دي. هغه زیاته کړه چې زیاتره اورونه د خلکو په شخصي جايداونو کې لګيدلي دي.

چارواکي وايي چې په کبل تحصيل کې لاهم اور بل دی چې دوی يې د مړه کولو هلې ځلې کوي.

د سوات ډپټي کمېشنر جنيد خان د جون پر پنځمه نېټه د اور لګېدو پر پېښو اندېښنه ښوولې او اړونده ادارو ته يې امر کړی چې په راتلونکې ۲۴ ساعتونو کې په دې پېښو کې لاسلرونکو په اړه دې ورسره معلومات شريک کړي.

د خيبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د جون پر څلورمه په يو بيان کې ويلي چې پر شانګلې سربيره، په مومندو، کوز دير او هريپور کې د اور لګېدو د سببونو د معلومولو لپاره د تحقیقاتو او ژر تر ژره د اور وژنې امر یې کړی دی.

په دې وروستيو کې د خيبرپښتونخوا د بونير، سوات، شانګلې او وزیرستان د ځينو غریيزو سیمو په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي چې ځايي خلکو ته یې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

په عین حال کې د بونیر د ایلم غره په خواوشا سیمو کې له تیرو څلورو ورځو راهيسې اور بلېږي. ځايي چارواکي وايي چې د اور وژلو لپاره یې له پوځ څخه مرستې غوښتې دي.

تېره مياشت (مې) د بلوچستان په شيراني ضلع کې د کسې غرونو په ځنګلونو کې د اور لګېدو له کبله د ځنغوزو او زيتون زرګونه ونې سوځېدلي او درې کسان وژل شوي ول.

هلته د افغانستان په کونړ او نورستان په ځنګلونو کې هم اورونه لګيدلي چې د ځايي خلکو په وينا د لغمان ځنګل ته په خپرېدو دی.

د نورستان د نورګرام یو اوسېدونکی صدیق الله د جون پر پنځمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې اور اوس د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ پر لوري د خپرېدو په حال کې دی.

هغه وویل: "دغه اور په دوو برخو کې مهار شوی، په یوه برخه کې اوس د لغمان د الیشنګ پر لوري د انکشاف په حال کې دی. که یې مخه ونه نیول شي، دا خلک به له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي."

په نورګرام کې د لګېدلي اور علت د یوې ځنګلي سیمې پر سر د دوو قومونو ترمنځ لانجه ښوول شوې ده.

XS
SM
MD
LG