د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې د اب و هوا بدلون مخنیوي لپاره د بیړنیو اقداماتو اړتیا ده


افغانستان کې په سږني اوړي کې سېلابونو لوی زیانونه واړول - د اګست میاشتې انځور.
افغانستان کې په سږني اوړي کې سېلابونو لوی زیانونه واړول - د اګست میاشتې انځور.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګې دا خبره د نومبر پر شپږمه پر داسې مهال په بیان کې کړې چې د نړۍ مشران په مصر کې د اب و هوا بدلون د اثراتو کمولو او د نړیوالې تودوخې درجې لوړېدو مخنیوي لپاره کلنۍ غونډه لري.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه د نومبر پر شپږمه پیل شوه چې د نومبر تر اتمې پورې دوام لري.

د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي دي چې افغانان د اقلیمي بدلون له ویجاړوونکو ګواښونو سره مخامخ دي.

بیان وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په قطار کې پر شپږم ځای دی چې د اب و هوا بدلون اغېزمن کړي دي.

بیان زیاتوي چې افغانستان "وار له مخه له پرلپسې طبیعي ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زېربنا ته یې زیان رسولی دی."

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په اوړي کې تر اوږدمهالې وچکالۍ او په ځنګلونو کې د اور لګېدو تر پېښو وروسته سختو بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل.

ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د "شدید ورښت، واورې او سېلابونو" اټکل کړی دی.

هغې ادارې د نومبر پر پینځمه پرخپله رسمي فېسبوک پاڼه په بیان کې ویلي دي چې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، غزني، اوروزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د ورښتونو امکان شته.

اداره زیاتوي چې د نومبر پر پینځمه او شپږمه په بېلابېلو ځایونو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي میټره پورې د باران او له ۱۰ څخه تر ۲۰ سینټي میټره پورې د واورې کېدو احتمال دی.

XS
SM
MD
LG