د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د نورو بارانونو وړاندوينه شوې، سېلابونو کې ۲۰ کسان وژل شوي


د لوګر په خوښۍ کې د باران له امله لوېدلی کور - د اګست ۲۰مې انځور.
د لوګر په خوښۍ کې د باران له امله لوېدلی کور - د اګست ۲۰مې انځور.

د افغانستان په لوګر کې له بارانونو او سېلابونو ۲۰ کسان مړه شوي او په لسګونو کورونه وران شوي. د طالبانو د حکومت چارواکو په ټول هېواد کې د بارانونو او سېلابونو د لړۍ د دوام وړاندوينه کړې ده.

په لوګر کې د طالبانو د حکومت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد الله انس د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې په خوښۍ ولسوالۍ کې د شنبې یا خالي پر ورځ د سېلاب له کبله لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوي، ۳۲ کسان ټپیان دي او څلور کسان ورک دي. هغه وویل، په وژل شویو کې نهه ماشومان او دوه ښځې دي.

د انس په خبره، سېلابونو تر ډېره د خوښۍ ولسوالۍ ده بالا، میان ده، ده پایان او ابتک سیمې زیانمې کړې دي.

هغه زیاتوي چې د سېلابونو له کبله شاوخوا ۳،۰۰۰ کورونه په بشپړ ډول وران او یا جزوي زیانمن شوي دي او همدارنګه ۲،۰۰۰ څاروي او د هغې سیمې ۶۰ سلنه کرنیزه ځمکه چې ډېری برخه يې د مېوو باغونه وو، له مینځه تللي دي.

په لوګر کې تر ټولو ډېر زیان په خوښۍ ولسوالۍ کې اوښتی - د اګست ۲۰مې انځور.
په لوګر کې تر ټولو ډېر زیان په خوښۍ ولسوالۍ کې اوښتی - د اګست ۲۰مې انځور.

په همدې حال کې په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې د اګست پر ۲۰مه وويل چې د یکشنبې (اتوار) او دوشنبې (ګل) پر ورځو په ۲۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او د سېلابونو اټکل کوي نو ځکه دې خلک د خوړونو او سیندونو له غاړو ليرې پاتې شي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت د وزارت د نشراتو رییس مولوي محمد نسیم حقاني د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په تېرو دوو ورځو کې سېلابونو ډير کورونه وران کړي دي. "سېلابونو زیات زیان په میدان وردګ، ننګرهار، لوګر، غزني، پروان او پنجشېر ولایتونو کې اړولی خو خوشبختانه د انساني تلفاتو راپور نه لرو. البته یوشمېر کورونه بشپړ يا لږ وران شوي او په زرګونو جریبه زراعتي مځکه دې سېلونو تخریب کړې ده."

پر ټولنیزو شبکو یوشمېر خلکو د خپلو سیمو ويډيوګانې شريکې کړې چې پکې د سېلاب شدت او ویجاړۍ ښکاري.

د افغانستان په زابل ولايت کې خلکو شکايت کړی چې هلته له سېلاب ځپلو سره هېڅ مرستې نه دي شوې. دوی د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نور ويجاړي مخنيوي لپاره دې لاس په کار شي.

د هغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ نبي الله مشال راډيو ته وويل، "دلته هره ورځ سېلابونه راځي. زموږ ځمکې یې وړې دي. کورونه یې وران کړي دي. موږ ته یې د سر او مال زیان اړولی. له موسسو، مرستندویانو او طالبانو څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ له خلکو سره مرسته وکړي."

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د ۱۰۴ کسانو د مړینې او د ۱۱۵ ژوبلېدل تایید کړي دي.

XS
SM
MD
LG