د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام وايي که پیسې ترلاسه نه کړي نو مېلیونونه بېوزله افغانان له مرستو پاتې کېږي


په کندهار کې د خوړو نړیوال پروګرام په یو ګودام کې د اړمنو کورنیو لپاره خوراکي مرستې ساتل کېږي - د ۲۰۲۲ز کال انځور.
په کندهار کې د خوړو نړیوال پروګرام په یو ګودام کې د اړمنو کورنیو لپاره خوراکي مرستې ساتل کېږي - د ۲۰۲۲ز کال انځور.

د خوړو پروګرام (ډبلیو اېف پي) یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی چې که هغه ۸۰۰ مېلیونه امریکايي ډالر چې د ملګرو ملتونو هغې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي، ترلاسه نه کړي نو د افغانستان بېوزله خلک به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

په کابل کې د خوړو نړیوالې ادارې ویاند وحید الله اماني د اپرېل پر ۱۲مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، د مرستې نه ترلاسه کېدو په صورت کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو امکان دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ چارو ادارې یا اوچا هم له افغانانو سره د مرستو لپاره د کافي بودیجې نه شتوالي خبر ورکړی وو.

اوچا ویلي ول چې له هغو پیسو څخه یې شاوخوا پینځه فیصده ترلاسه کړې دي چې ملګرو ملتونو سږ کال د بشري مرستو لپاره غوښتې وې.

د خوړو نړیوال پروګرام په مارچ کې هم خبرداری ورکړی وو چې که پیسې ترلاسه نه کړي نو مېلیونونه افغانان به له بشري مرستو بې برخې پاتې شي.

ډبلیو اېف پي هغه مهال ویلي ول چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ مېلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې ۲۳ مېلیونو کسانو ته خوراکي مرستې رسولي، چې ۱۹ مېلیونه یې ښځې او نجونې وې.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل ونيو او خپل حکومت یې جوړ کړ. تر هغې وروسته په افغانستان کې د خلکو اقتصاد خراب شوی، روزګار لږ او سوداګري کمه شوې ده.

د نړۍ هېڅ هېواد لا د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی نو همدا لامل دی چې نړيوالې مرستې هم د تېر په څېر نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG