د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا حسن اخوند: د اقتصادي ناورين لامل تېر حکومت او د خدای امتحان دی


په افغانستان کې د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند
په افغانستان کې د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند

په افغانستان کې د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له واکمنېدو وروسته تېره شپه په لومړي ځل وينا کړې ده.

ملا محمد حسن اخوند دا څرګندونې په هغه ثبت شوې غږيزه وينا کې کړې دي‌ چې د نومبر په ۲۸مه له سرکاري ټيليويژن څخه خپره شوه.

نوموړي د روان اقتصادي بحران زمه واري پر تېر حکومت واچوله خو زیاته یې کړه چې دا د الله امتحان دی.

ملا محمد حسن اخوند پر خلکو غږ وکړ چې له دې حالته د وتلو لپاره دې خدای ته په چيغو شي.

ملا حسن اخوند وویل، دوی هڅه کوي چې اقتصادي حالت سم شي خو د ده په وینا، طالبانو ملت ته د رزق ورکولو وعده نه ده کړې او دا کار د خدای دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته حکومتي ملازمينو تنخا نه ده اخیستې او ګڼ خلک بې روزګاره شوي دي.

ملګرو ملتونو ويلي چې په دغه هېواد کې خراب اقتصاد به د ژمي په پخېدو لاپسې زیات شي نو ځکه نړيوالو مرستو ته اړتيا ده.

طالبان د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل او په دې توګه د محمد اشرف غني د منتخب او جمهوري حکومت ځایناستي شول.

تر هغه وروسته په لسګونو زره خلک د طالبانو له وېرې غربي هېوادونو ته کډوال شوي دي. خو ملا حسن اخوند په خپله وينا کې وويل چې خلک بايد وېره ونه لري.

هغه زیاته کړه چې طالبان بايد پر کورونو چاپې ونه وهي او ولس په تکليف نه کړي.

ملا حسن اخوند د ښځو د حقونو په اړه زیاته کړه چې د دوی امنيت خوندي دی. هغه وويل ښځې اوس هم کولای شي چې شرعي علم حاصل کړي خو که څوک نور تعليم کوي، نو د موقعې په برابرېدو سره یې کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په اکثرو ولايتونو کې نجونه له ميډل او های سکولونو بندې کړې دي او په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو زده کوونکو ترمنځ په ټولګيو کې پردې وهل شوې دي.

په اکثرو سرکاري دفترونو کې د ښځو په کار هم بنديز دی. دوی وايي د شرعي چوکاټ په برابرېدو سره به دا هر څه سم شي.

که څه هم طالبان وايي‌ چې په رسمیت د پېژندل کېدو لپاره یې شرایط پوره کړي‌ خو په نړۍ کې هېڅ يو هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی.

ملا حسن اخوند په خپله وينا کې وويل چې نړۍ ورته وايي چې همه شموله حکومت جوړ کړي خو د هغه په وينا دا کار ځکه نه کوي چې په هر هېواد کې کومه نوې ډله واکمنۍ ته ورسيږي د تېر حکومت خلک پکې نه وي.

XS
SM
MD
LG