د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسله والو په هدفي برید کې یو بل تن وژلی دی


 په ورستیو کې د شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې بدامني زیاته شوې ده ـ پخوانی عکس
په ورستیو کې د شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې بدامني زیاته شوې ده ـ پخوانی عکس

د شمالي وزیرستان په سپین وام کې ناپیژندل شویو وسله والو یو ځاي وګړی ملک عادل وزیر وژلی دی.

د سپین وام پولیس تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د اپریل پر ۱۴مه، په سپین وام کې مخ پټو وسله والو پر ملک عادل وزیر هغه مهال برید وکړ چې هغه د جمعې له لمانځه وروسته کور ته روان وو.

د پولیس چارواکیو او ځاي خلکو په وینا ملک عادل وزیر په برید کې ژوبل وو خو وروستو پسې وسله وال ورغلل او په بم یې والوزولو. د هغه د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

پولیس وايي، د نامالومه وسله والو پر ضد یې مقدمه درج کړی او پلټنې کوي. ملک عادل وزیر د سپین وام ټولنیز فعال وو او په ولسي او سیاسي غونډو کې به یې فعاله ونډه اخیسته.

دا د ۲۰۲۳م کال له پیله راهیسې په شمالي وزیرستان کې ۱۲ م هدفي برید دی. په ۲۰۲۲م کال کې هلته ۴۷ ورته پېښې شوې وې. په قبایلي ضلعو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې له کلونو راهیسې هدفي بریدونه دوام لري.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه داسې پوځي عملیات کړي وو چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کړې وه چې په هغو عملیاتو کې یې د وسله والو ملا ماته کړې وه خو پر هغه سربېره وسله والو په یاده سیمه کې بریدونو ته نه یوازې دوام ورکړی دی بلکې په دې وروستیو کې لا زیات شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ، ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د دې حالت پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومت یې غوښتنه کړې چې هلته امن پر ځای کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي چارواکو تل ویلي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای کولو او د وسله والو په نښه کولو ته ژمن دي.

په دې ورستیو کې د خیبر پښتونخوا د شمالي او جنوبي وزيرستانونو، باجوړ، خیبر، سوات، بنو او یوشمېر نورو برخو اوسېدونکو ویلي چې په سیمو کې يې بيا وسلوال فعال شوي او د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزيرستان، ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزيرستان او سوات او په خیبر کې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ز کاله څو څو ځلې د وسلوالو پرضد عمليات شوي دي.

له دې پرته په باجوړ ، مومندو او د خیبر پښتونخوا په نورو يوشمېر سيمو کې هم پوځي عمليات شوي دي چې د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ ترې کې مېلیونونه وګړي بې کوره شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې وسلوال فعالیتونه زیات شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې هلته د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

خو د پاکستان حکومت وايي، د ټولو وسلوالو ضد بې توپیره عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې یې لسګونه وسلوال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG