د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې يو بل تن په هدفي بريد کې وژل شوی


د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې هدفي وژنې روانې دي چې زياتره يې په شمالي وزيرستان کې کېږي ــ پخوانی انځور
د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې هدفي وژنې روانې دي چې زياتره يې په شمالي وزيرستان کې کېږي ــ پخوانی انځور

د شمالي وزیرستان په میرلي کې "ناڅرګنده" وسلوالو یو ځايي تن په هدفي بريد کې وژلی دی.

د میرلي تاڼې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې وژل شوی تن انور اسلام نومېږي چې د اپرېل پر ۲۵مه د میرلي په حیسوخېلو سیمه کې د خپل کور مخ ته ډزې ورباندې وشوې.

پوليس زياتوي چې بريدګر له پېښې وروسته تښتېدلي او پوليسو د "نامعلومو" وسلوالو خلاف مقدمه درج کړې ده.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۱۴مه د میرلي په سپین وام کې يو ځايي سياسي فعال ملک عادل وزیر په ورته بريد کې وژل شوی وو.

د مشال راډیو د معلوماتو پر اساس په روان ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۱۳ هدفي بریدونه شوي دي. تېر کال (۲۰۲۲ز کې) هلته په ۴۷هدفي بریدونو کې تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي ول.

بل پلو، پوځ او حکومت ادعا کوي چې په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره کوټلي اقدامات کوي او په ځینو سیمو کې یې عملیات هم ترسره کړې دي.

د پوځ عمليات

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون میاشتې له ۱۵مې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول چې له کبله یې تر یو میلیون زیات خلک بېکوره شوي ول.

د پاکستان پوځ او حکومت ادعا کړې وه چې په هغو عملیاتو کې یې د وسلوالو ملا ماته کړې وه خو پر هغه سربېره وسلوالو په یاده سیمه کې بریدونو ته نه یوازې دوام ورکړی بلکې د ځايي ولس په وينا په دا وروستیو کې هلته بريدونه لا زیات شوي دي.

ولسي احتجاجونه

پښتون ژغورنې غورځنګ، ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د دې حالت پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته امن پر ځای کړي.

په دا ورستیو کې د خیبر پښتونخوا د شمالي او جنوبي وزيرستانونو، باجوړ، خیبر، سوات، بنو او یوشمېر نورو برخو اوسېدونکو ویلي چې په سیمو کې يې بيا وسلوال فعال شوي او د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزيرستان، ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزيرستان او سوات او په خیبر کې له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې د وسلوالو پرضد څو ځلې عمليات شوي دي.

پر دې سربېره په باجوړ ، مومندو او د خیبر پښتونخوا په نورو يوشمېر سيمو کې هم پوځي عمليات شوي دي چې د ځاني او مالي زیانونو ترڅنګ د مېلیونونه وګړو د بېکوره کېدو سبب ګرځېدلي دي.

د امنيتي ادارو دريځ

د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف چودري د اپریل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل په روان (۲۰۲۳ز) کال کی په پاکستان کې د ترهګرۍ ۴۳۶ پېښې شوې چې ۲۹۳ کسان پکې وژل شوي او ۵۲۱ ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، روان کال د ترهګرو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې ۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې نيول شوي او ۱۵۷ وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه، پر دې مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان وژل شوي او ۱۱۷ ژوبل دي.

د چودري په وينا، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې هلته د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.

XS
SM
MD
LG