د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ځانمرګي برید کې د وژل شویو پولیسو جنازه شوې ده


پولیس او انتظامي چارواکي د جنورۍ پر ۲۰مه په جمرود کې د برید ښکار شوې تخته بېګ پوستې وداني ګوري.
پولیس او انتظامي چارواکي د جنورۍ پر ۲۰مه په جمرود کې د برید ښکار شوې تخته بېګ پوستې وداني ګوري.

د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو دواړو پولیسو جنازه شوې ده.

د جنورۍ پر ۲۰مه د جمرود په شاه کڅ کې د پولیسو په مرکز کې د منظور اپرېدي او یونس اپرېدي جنازې ته د خیبر د پولیسو او انتظامي مشرانو په ګډون یوشمېر چارواکو، ولسي استازو او مشرانو ګډون وکړ.

تر دې وروسته د هغو پولیسو جسدونه په خپلو کلیو کې خاورو ته وسپارل شول.

دواړه سرتېري د جنورۍ پر ۱۹مه شپې شاوخوا اته بجې مهال د جمرود پر تخته بېګ پوسته د وسلوالو په ډزو او ځانمرګي برید کې وژل شوي ول.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر محمد عمران د جنورۍ پر ۱۹مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وويل چې وسلوالو لومړی ډزې وکړې. "ټول څلور وسلوال ول. لومړی يې پر امنيتي پوسته ډزې وکړې او لاسي بمونه یې وغورځول او بیا یې پرې ځانمرګی برید وکړ. پولیسو هم پرې ځوابي ډزې وکړې."

د ځانمرګي برید له کبله د تخته بېګ پوستې خونو ته زیان رسېدلی دی.

د جمرود پر پوسته تر برید وروسته پلټنې پیل شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

محمد عمران زیاتوي چې د ځانمرګي بریدګر د بدن غړي د پېښې له ځایه ترلاسه شوي او پاتې درې وسلوال په تېښته بریالي شوي دي.

د نوموړي په وينا د وسلوالو پرضد يې د لټون عمليات پيل کړي او د پېښې پلټنې هم کوي.

د دې برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې ده.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضع خرابه شوې ده چې پرضد یې په یوشمېر ضلعو کې پراخې مظاهرې او ولسي پاڅونونه شوي دي.

د جنورۍ پر ۱۹مه هم د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ناامنۍ ضد احتجاجي غونډه وشوه چې ورته د سیمې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او پلویان ورغلي ول.

په جمرود کې ځانمرګی برید پر داسې مهال شوی دی چې د پاکستان پوځ د جنورۍ پر ۱۸مه په بله قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په تېرو میاشتو کې په بیا بیا د امنیت ټینګښت ته ژمنتیا ښوولې وه او وفاقي حکومت هم ټینګار کړی دی چې د ناامنۍ پرضد د هغې صوبې مرسته کوي.

خو د نومبر په پای کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو تر اعلان وروسته پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:41 0:00

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې هېواد یې "د زیاتېدونکو بریدونو" ښکار دی. ده زیاته کړې وه چې په ۲۰۲۲ز کال کې د "ترهګرۍ ۶۷ فیصده پېښې په خیبر پښتونخوا، ۳۱ فیصده یې په بلوچستان" او پاتې دوه فیصده یې د پاکستان په نورو برخو کې شوې وې.

وفاقي حکومت په وروستیو کې ویلي ول چې د وسلوالو ډلو پرضد یې د کاروایۍ پرېکړه کړې ده او وسلوال د هېواد امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

XS
SM
MD
LG