د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو او امیر خان متقي پر دوه اړخیزو چارو خبرې کړې دي


د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو پر يوشمېر دوه اړخيزه مسلو خبرې کړې دي. (انځور: ارشیف)
د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو پر يوشمېر دوه اړخيزه مسلو خبرې کړې دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزيرانو پر يوشمېر دوه اړخيزه مسلو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د بهرنيو چارو لپاره د طالبانو له سربرست وزير امير خان متقي سره پر ټليفون خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې بلاول بوټو زرداري د دې خبرو پرمهال دا هوډ تکرار کړی چې پاکستان يو باثباته، پرامنه او سوکاله افغانستان ته ژمن دی.

د طالبانو ځينو سفارتي سرچينو مشال راډيو ته وېلي دي چې کېدای شي امیر خان متقي د راتلونکې مې مياشتې په لومړيو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۳مه د روسیې، چین، پاکستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سمرقند د غونډې په درشل کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر پراختیا اندېښنه وښوده.

پاکستانيو چارواکو هم په وار وار ويلي دي چې په دې هېواد کې د بريدونو تر شا لاس لرونکي د تحريک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې شتون لري .

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د اپرېل پر ۱۱مه وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد اقدامات ځکه نه کوي چې دې پاکستانۍ ډلې له هغوی سره په جنګ کې مرسته کړې ده.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یې په ځواب کې هغه دریځ بیا تکرار کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۳مه په سمرقند کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت یې د وسلوالو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د نوموړي په وينا افغانستان پر خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ور نه‌ کړي چې د افغانستان خاوره د سیمې یا د کوم هېواد پر خلاف وکاروي او یا په افغانستان کې د مخدره توکو کښت یا قاچاق وکړي.

متقي زياته کړه، "دا یوازې د لفظي ژمنې تر حده نه خلاصه کېږي، بلکې موږ عملاً په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره په جدي مبارزه بوخت یو."

د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد مبارزې ته ژمن دي، په دې لړ کې یې کاروایۍ ته دوام ورکړی دی او دا چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.

داراز، د طالبانو حکومت وايي، د نجونو د تعلیم لپاره یې د یو "شرعي چوکاټ" پر جوړولو کار ته دوام ورکړی دی خو د هغه چوکاټ په اړه یې وضاحت نه دی کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تر غونډې يوه ورځ وړاندې د اپرېل پر ۱۲مه په یو بیان کې ويلي ول، چین غواړي افغانستان یو خپلواک او ټولشموله سیاسي جوړښت ولري، معتدله او معقوله کورنۍ او بهرنۍ تګلارې ولري او په تېره، له ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ سره دوستانه اړیکې وپالي.

د چین ترڅنګ د نړۍ یوشمېر نورو ځواکمنو هېوادونو هم په بیا بیا پر طالبانو ټینګار کړی دی چې ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې ویلي ول چې هغه غوښتنه منطقي نه ده.

د سمرقند په غونډه کې د هغو هېوادونو ترڅنګ د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړی دی.

د سمرقند غونډه د پاکستان په نوښت د هغې لړۍ څلورمه ناسته ده چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هم هغه کال په سېپټېمبر کې په اسلام اباد کې پیل شوې وه.

د دې لړۍ دویمه غونډه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې په تهران او درېیمه یې د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې په چین کې شوې وه.

د افغانستان د ګاونډیو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG