د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو استازو غونډه کړې


د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق د دې غونډې څه تفصیل او عکسونه په خپله ټوېټر پاڼه خپاره کړي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق د دې غونډې څه تفصیل او عکسونه په خپله ټوېټر پاڼه خپاره کړي دي.

د افغانستان لپاره د دې هېواد د ګاونډیو هېوادونو خاصو استازیو د سېپټېمبر پر پنځمه د انټرنیټ له لارې غونډه کړې ده.

د پاکستان په کوربتوب شوې دې غونډه کې ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او د ترکمنستان استازیو د افغانستان د سولې پر اهمیت بحث کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق د دې غونډې څه تفصیل او عکسونه پر خپله ټوېټر پاڼه خپاره کړي دي.


هغه ویلي چې د غونډې ګډونوالو پر دې اتفاق کړی چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د امنیت، ټیکاو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

محمد صادق همداراز زیاته کړې چې یو سوله ییز افغانستان به همداراز د اقتصادي نوښتونو، د خلکو د قوي تړاو، پرمختللې سوداګرۍ او سیمه ییزې سوکالۍ کې رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان، ایران، چین، تاجکستان،ازبکستان او ترکمنستان استازیو د ورته ناستو په دوام باندې هم ټینګار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG