د لاسرسي ځای

تازه خبر

تهران کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو غونډه پیل شوه


د ایران بیرق. انځور - ارشیف
د ایران بیرق. انځور - ارشیف

د اکتوبر پر ۲۷مه په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیل شوه.

د ایران د سرکاري خبري اژانس (ایرنا) د یو راپور تر مخه د ایران، ترکمنستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران غونډې ته ورغلي دي خو د روسیې او چین استازي پکې انلاین برخه اخلي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب څوک برخه نه لري خو ایرنا خبري اژانس وايي چې په تهران کې د ټولو هېوادونو سفیران هم په کنفرانس کې ګډون لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خیطب زاده د کنفرانس په درشل کې د اکتوبر پر ۲۶مه وویل چې د غونډې برخه وال به په افغانستان کې د دایمي سولې په اړه د نظرونو تبادله کوي.

طالبانو ویلي چې دوی ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې خو وجه یې نه طالبانو او نه هم ایراني چارواکو په ډاګه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG