د لاسرسي ځای

تازه خبر

يوناما د طالبانو له خوا د مدني فعالانو پر حراست اندېښنه ښوولې


طالبانو د مارچ پر ۲۷مه د کابل په خوشال خان مېنه کې د تعليم فعال مطيع الله ويسا نيولی او نامعلوم ځای ته يې انتقال کړی دی ــ انځور له ارشيفه
طالبانو د مارچ پر ۲۷مه د کابل په خوشال خان مېنه کې د تعليم فعال مطيع الله ويسا نيولی او نامعلوم ځای ته يې انتقال کړی دی ــ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت يا یوناما د طالبانو له خوا د یو شمېر مدني فعالانو پر حراست اندېښنه ښوولې ده.

يوناما د اپرېل پر ۱۰مه د د ښځو د حقونو يوې فعالې نرګس سادات او د پوهنتون د ښوونکي ذکریا اصولي له خوشې کېدو وروسته پر خپله رسمي ټويټر پاڼه د دې اقدام "هرکلی" کړی خو په عين حال کې يې د نورو بندي افغانانو د "ژر تر ژره خوشې" کېدو غوښتنه کړې ده.

یوناما ویلي، باید هېڅ افغان د بيان د ازادۍ څرګندولو له امله ونه نیول شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان او خبریالان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې مطیع ‌الله ویسا، نورايل کليوال، سبحان الله سبحاني، مرتضا بهبودي، خیرالله پرهر، کاظم امیني او الهه دلاورزۍ په ګډون لا هم يوشمېر مدني فعالان د طالبانو په حراست کې دي.

د طالبانو حکومت د یوناما د دې غوښتنې په اړه تر اوسه څه نه‌ دي ویلي، خو تر دې وړاندې يې د ځينو فعالانو تر نيول کېدو وروسته ويلي ول چې له هغوی پوښتنې ګروېږنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG