د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان پر طالبانو غږ کړی چې ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ختم کړي


امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۲مه په کابل کې له تاکاشي اوکادا سره ولیدل.
امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۲مه په کابل کې له تاکاشي اوکادا سره ولیدل.

د افغانستان لپاره د جاپان سفیر د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په ملاقات کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار د بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښوولې ده.

په افغانستان کې د جاپان سفارت د اپرېل پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې تاکاشي اوکادا په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې وويل چې هغه بندیز خفه کړی دی.

سفارت زیاته کړې چې اوکادا د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې خپله دا پرېکړه بدله کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اپرېل پر ۱۲مه پر ټوېټر ليکلي چې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې "د نظر د توپیر ترڅنګ بيا هم له افغان چارواکو سره تماسونه ساتل غوره ګڼي."

خو د جاپان د سفیر په ټویټ کې دا خبره نه ده یاده شوې او ویل شوي دي چې اوکادا د افغان نجونو د تعلیم د بیا پیل پر غوښتنه ټینګار کړی.

طالبانو یوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.

د طالبانو حکومت په دې برخه کې د نړيوالو فشارونه رد کړي او ويلي يې دي چې دا د افغانستان کورنۍ مسله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG