د لاسرسي ځای

تازه خبر

راو انوار د سفري بندیز ليرې کېدو لپاره سپریم کورټ ته خواست کړی


د کراچۍ د پولیسو پخوانی چارواکی راو انوار د عدالت بهر، انځور له ارشیفه
د کراچۍ د پولیسو پخوانی چارواکی راو انوار د عدالت بهر، انځور له ارشیفه

د کراچۍ د پولیسو پخواني لوړ پوړي مشر راو انوار سپریم کورټ ته درخواست کړی چې د هغه نوم دې ممنوع الخروج لېسټ څخه ووستل شي.

د اسلام اباد په سپريم کورټ کې د راو انوار وکيل خواجه حارث د مارچ پر ۱۶مه خبریالانو ته وویل چې د زیارت پر ورځ د جسټس اعجاز الاحسن په مشرۍ کې د سپريم کورټ دوه کسيزه جرګګۍ د درخواست اورېدنه وکړه. د حارث په خبره عدالت ورته وویل چې په اي سي اېل (یګزیکټ کنټرول لېسټ) کې د نومونو شاملول او ورڅخه ویستل یې د وفاقي حکومت په دایره اختیار کې راځي نو پکار ده چې راو انوار وفاقي حکومت ته رجوع وکړي.

په ممنوع الخروج یا ایګزیټ کنټرول لسټ کې د هغو کسانو نومونه شامل وي چې له هیواده بهر پر سفر کولو ورباندې بندیز وي.

د خواجه حارث مرستیال وکيل نويد الله اېډوکيټ دمارچ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دوی سپریم کورټ کې درخواست ځکه جمع کړ چې راو انوار اوس بري شوی نو اوس اي سي ایل کې د هغه د نوم ساتلو څه جواز نه جوړېږي. د نویدالله په خبره اوس به دوی وفاقي حکومت ته خواست کوي.

‏د کراچۍ د ملیر سیمې د پخواني ایس ایس پي راو انوار نوم په ۲۰۱۸ز کې هغه وخت په اي سي اېل کې اچول شوی وو، چې د وزیرستاني ځوان نقیب الله محسود د وژنې په کېس کې تر تورنېدو وروسته هغه پټ شوی وو.

د جنوبي وزیرستان نقیب الله مسېد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه پولیسو سره له درو نورو کسانو په ډزو وژلی وو. راو انوار چې هغه وخت د ملير ضلعې د پوليسو مشر وو، ادعا يې کړې وه چې د نقيب الله مسېد تعلق د ترهګرې ډلې سره دی خو وروسته د معاملې پلټنې لپاره جوړې د پوليسو تحقیقاتي ډلې هغه پولیس مقابله جعلي بللې وه چې پکې نقیب مسید او نور کسان وژل شوي وو.

تر هغې وروسته د نقيب الله د وژنې په تور د راو انوار او ۲۵ نورو کسانو خلاف د ښار په سچل پوليس تاڼه کې مقدمه درج شوې وه. د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ په ۲۳مه د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت راو انوار او له هغه سره ملګري نور کسان د نقيب مسيد د وژنې په ‏مقدمه کې بري کړي وو‎.د نقيب مسيد کورنۍ د راو انوار د بري کېدو فېصله په سیند هايکورټ کې چېلنج کړې ده.

د نقیب مسيد د کورنۍ وکیل جبران ناصر د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل، راو انوار په ۲۰۱۸ز کې په اي سي اېل کې هغه وخت اچول شوی وو چې کله هغه په دې قضیه کې مفرور وو خو ‏راو انوار اوس عدالت بري کړی دی. ‏جبران ناصر وویل مرکزي حکومت باید دا په پام کې ونیسي چې د راو انوار خلاف د احتساب قامي ادارې (نیب) یوه قضیه هم روانه ده. په هغه کېس کې پر راو انوار تور دی چې له پاکستانه بهر د کروړونو روپو جایداد لري او په کال کې به څو وارې دوبۍ ته تللو.

جبران ناصر وویل: " حکومت له پکار ده چې د راو انوار نوم له اي سي ایل څخه و نه باسي ځکه که هغه یو ځل له هیواده ولاړ نو بیا به را نه شي."

‏قانون پوه صلاح الدين ګنډاپور مشال راډيو ته وویل، تر څو چې د اي سي اېل خبره ده نو ظاهره ده چې د راو انوار په کېس کې بري شو خو د نقیب مسید کورنۍ د عدالت د فېصلې خلاف اپيل کړی دی.نو دا کېدای نه شي چې د هغه نوم له اي سي اېل څخه وويستل شي.

قانون پوهان او دبشري حقونو فعالان وايي چې راو انوار امريکا او برتانيا ته نه شي تللی. امريکا د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه د ناقانونه وژنو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په تور پر راو انوار بندېزونه لګولي وو. وروسته د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۰ برتانیې هم ورته اقدام وکړ. په بندېزونو سره راو انور نه شي کولی چې امريکا يا برتانيا ته سفر وکړي او که په هغو هیوادونو کې څه اثاثې لري نو هغه کنګل شوې دي.

XS
SM
MD
LG