د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس د خپلو ملګرو د بچ کولو هڅې کوي: د نقیب الله مسید د کورنۍ وکیل


نقیب الله مسید چې د وژنې تور یې د پولیس پر یوه مشر راو انوار پورې کېږي.
نقیب الله مسید چې د وژنې تور یې د پولیس پر یوه مشر راو انوار پورې کېږي.

د کراچۍ په مرکزي زندان کې دننه جوړ د تر هګرۍ ضد عدالت کې د جولای پر ۸مه د نقيب الله مسيد د وژنې د مقدمې اورېدنه وشوه.

د هغه په وژنه کې تورن د ملير د پوليسو پخوانی افسر راو انوار عدالت ته وړاندې شو.د دې مقدمې پلټونکی افسر اېس اېس پي عابد قايم خاني هم په دغه وخت سره له وکيلانو په عدالت کې موجود وو.

په قضيه کې د پېښي په اړه د فارنزک ماهر خپل راپور عدالت ته وړاندې کړ.

د مقدمې تر اورېدو وروسته د نقیب الله مسید د کورنۍ وکيل صلاح الدين پنهور له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پولیس په دې مقدمه کې له دوی سره هېڅ مرسته نه کوي او هڅه کوي چې خپل ملګري بچ کړي. دی وايي، پولیس سنجیده نه دی او تر دا مهاله د پولیسو مشر یا محکمې د ککړو خلکو خلاف هېڅ کارروايي نه ده کړې.

صلاح الدين زیاته کړه چې په دې اورېدنه کې فارنزیک راپور وړاندې شو چې پکې ويل شوي د نقيب الله مسید او نورو په وژنه کې کارول شوي کارتوس هغه نه دي د کومو چې پولیس دعوه کړې وه، د ده په خبره په دې مقدمه کې د راو انوار او نورو پوليسو پرضد ګواهۍ ورکونکي پولیس واله له خپلو شهادتونو پرشا شوي دي او د هغوی پرضد یې د پولیسو مشر ته د کارروايي خواست کړی دی خو عمل پرې نه دی شوی.

د جنوبي وزيرستان نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په مياشت کې د پوليسو له ګرفتارولو وروستو سره د درې نورو کسان وژل شوي ول. د ملير پوليسو د ډزو په مقابله کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوی کړې وه خو بيا وروستو د پوليسو پلټنيز ټيم دغه مقابله جعلي بللې وه.

روان کال د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ پريس کلب کې د نقيب الله مسید د دريم تلين په يوه خبري غونډه کې د هغه ورور عالم شېر مسيد او د نقيب الله وکيلانو تور لګولی وو چې په قضيه کې ګواهانو دهړکې ورکول کېږي او پینځو ګواهانو خپل بيانونه هم واپس اخیستي دي.

د نقيب الله مسود د وژنې په مقدمه کې راو انوار او نور درې پوليس والا په ضمانت خوشې دي، ځینې په جيل کې دي او څو پخواني پوليس مفروران دي.

راو انوار چې په دغه قضيه کې د پروسږکال په دسمبر کې سيند های کورټ ته خواست کړی وو چې عدالت ته له حاضرېدو څخه دې استثنا ورکړل شي. خو د سيند های کورټ د راو انوار خواست رد کړی وو او عدالت ويلي ول چې په دې قضيه کې راو انوار مرکزي يا اصلي تورن دی، که عدالت استثنا ورکړي دا به له نورو سره امتيازي سلوک وي.

یاده دې چې د پروسږ کال په لسم دسمبر بریتانیا د سيند صوبې پر پخواني پوليس افسر راو انوار د بشري حقونو د سرغړونې تورونه لګولی وو او پر هغه یې د غېر قانوني وژنو او د بشري حقونو د سرغړونو پر سر بندیزونه هم لګولي ول، د بندیزونو ترمخه راو انوار نه شي کولی چې بریتانیا ته سفر وکړي او که په بریتانيا کې اثاثې يا شتمنۍ لري هغه به کنګل/منجمد کړل شي.

بریتانیا ويلي ول، راو انوار تر ۱۹۰ نه په زياتو پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې د پښتون ځوان نقيب مسيد په ګډون له ۴۰۰ نه زيات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG