د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ پر راو انوار د سفري بندیز ختمولو درخواست رد کړ


عدالت راو انوار (کیڼې خوا ته) ته وویل کورنۍ دې هېواد ته وروغواړي
عدالت راو انوار (کیڼې خوا ته) ته وویل کورنۍ دې هېواد ته وروغواړي

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو پخواني مشر راو انوار هغه درخواست رد کړی چې پکې نوموړي د ممنوع الخروجۍ (اېګزېټ کنټرول) له لېسټه د وتلو غوښتنه کړې وه.

د راو انوار خلاف د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود د وژنې قضیه په عدالت کې ده او نوموړی په ضمانت خوشې شوی دی.

راو انوار له عدالته غوښتنه کړې وه چې غواړي سعودي عرب ته عمرې ته ورشي نو ځکه دې ورباندې له هېواده بهر په سفر بندیز لرې کړي.

خو د جنورۍ پر ۱۰مه د مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ یې درخواست رد کړ.

انوار دا هم ویلي ول چې کورنۍ یې له هېواده بهر اوسي، نو له هغوی سره هم لیدل غواړي خو عدالت ورته وویل چې خپله کورنۍ دې هېواد ته وغواړي.

نقیب الله مسود د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په پیل کې ورک شو او بیا د جنورۍ تر نیمايي وروسته پته ولګېده چې نوموړی پولیسو وژلی دی.

هغه مهال انوار رسنیو ته ویلي ول چې مسود د تحریک طالبان پاکستان غړی وو او له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

خو چې کله د مسود وژنې پر ټولنیزو رسنیو غبرګونونه او په پاکستان کې احتجاجونه وپارول نو د سیند حکومت یوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړه چې پکې پر انوار تور پوری شوی چې وزیرستانی ځوان یې په جعلي پولیس مقابله یا نښته کې وژلی دی.

د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار هم د نقیب مسود د وژنې نوټس اخیستی وو او له هغه وخت راهیسې یې مقدمه پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG