د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلټونکې کمېټۍ نقيب الله مسود بې ګناه وباله


پراګ: د نقيب الله مسود وژنې مقدمه کې د پلټنو کميټۍ د جنورۍ په ۲۴مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته راپور وړاندي کړی چې پکې نوموړی د څلورو نورو کسانو په ګډون بې ګناه ګرځول شوي دي او د هغوی وژنه یې له عدالته لیرې کړنه بللې ده.

د نقيب الله مسود خپلوانو مشال راډيو ته ويلي چې تر دې مخکې پلټنو کې هم هغه بې ګناه ګرځول شوی وو.

په راپور کې راغلي چې نقيب مسود په جعلې پوليس مقابله کې وژل شوی وو.

د نقیب مسود د تره زوی ملک هاشم پر ۲۴مه جنورۍ مشال رېډیو ته وویل، د دې راپور هرکلی کوي او د ملک تر قانون لاندې یې د خپلې مقدمې چلولو ته دوام ورکړی دی: ''موږ نړۍ ته ښکاره کړه چې د هېواد ائين او قانون ته احترام کوو او خپل حق غواړو. موږ پښتانه دې راپور ته ډېر ښه نظر ګورو. زموږ يقين وو چې نقيب او د هغو ملګرو ته به ضرور انصاف ملاوېږي.''

بلخوا د نقیب مسود تره عطا محمد هم د جنورۍ ۲۴مه مشال راډيو ته وویل، ډاډه دي چې ورسره به انصاف وشي: ''موږ انصاف غواړو. موږ به د دې راپور پر اساس يوه جرګه هم کوو او بیا به راتلونکې لپاره سټراتيجي جوړوو.''

بل پلو د نقيب الله مسود وژنې مقدمې څارونکې وکيل عبدالرحيم وزير مشال راډيو ته وويل، د نقيب يوازنی مقدمه ده چې د پلټنو ټولو کمېټيو هغه بې ګناه ګرځولی دی.

''له دې اوسني راپور سره د نقيب الله مسود د وژنې په مقدمه کې د هغه کورنۍ ته نور تقويت ملاوېږي. خو عجیبه خبره دا ده چې

د پاکستان ټولې رسني، سياستوالان او ان ټول خلک دا خبره کوي چې راو انوار قاتل دی، نقيب بې ګناه دی خو قاتل ازاد ګرځي.

وکيل عبدالرحيم وزير زياته کړه چې د ملک قامي عدالتي پالېسي لاندي د ترهګرۍ ضد عدالت کې د نقيب الله مسود مقدمه به ډير ژر فيصله شي. د ده په خبره په دا مقدمه په رسمي ډول بشپړه شوی ده.

نقیب الله مسود د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په ۱۳ مه کراچۍ سهراب ګوټ سره نېږدې ووژل شو. هغه مهال پولیسو ویلي ول چې نقيب الله مسود د تحریک طالبان پاکستان غړی وو چې په پولیس مقابله یعنې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

خو په اپرېل میاشت کې د سپریم کورټ په امر جوړې ګډې پلټنیزې ډلې په خپل راپور کې پولیس مقابله جعلي وبلله او راو انوار یې د نقیب مسود د وژنې ذمه وار یاد کړ. د راو انوار پرضد مقدمه درج شوه چې وروسته هغه ځان پوليسو ته وسپاره او په کور کې نظر بنده کړل شو. خو وروسته د کراچۍ يوه عدالت راو انوار په ضمانت خوشې کړ.

پوليس افسر راو انوار د نقيب مسود په وژنه کې له لاس درلودلو انکار کوي.

XS
SM
MD
LG