د لاسرسي ځای

تازه خبر

راو انوار د نقیب مسید په وژنه رسمي تورن وګرځول شو


په زغروال ګاډي کې ناست کس د ملير ضلعې د پوليسو پخوانی مشر راو انوار دی. تصویر له ارشیفه
په زغروال ګاډي کې ناست کس د ملير ضلعې د پوليسو پخوانی مشر راو انوار دی. تصویر له ارشیفه

د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د نقیب الله مسيد د وژنې په مقدمه کې د پولیسو پخوانۍ مشر راو انوار او ځینې نور کسان رسمي تورن (فرد جرم) کړل.

راو انوار پر هغه له لېګدلي تورهانکار کړی او عدالت په مقدمه کې په ۱۱م اپرېل ګواهان غوښتي دي.

د نقیب الله مسید د وژنې پرضد په ډېری پښتنو سیمو او نوره نړۍ کې لاریونونه شوي ډي
د نقیب الله مسید د وژنې پرضد په ډېری پښتنو سیمو او نوره نړۍ کې لاریونونه شوي ډي

د نقيب مسید د کورنۍ وکيل صلاح الدین له وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې یوشمېر ډلې شاملې دي. د نوموړي په خبره، يوه هغه ډله ده چې د نقيب او د هغه د ملګرو تښتولو تور دی پرې، دوهمه هغه یوه ده چې نقيب او ملګري يې له يوې تاڼې بلې ته بیولي ول او درېمه ډله هغه ده چې په جعلي مقابله کې يې برخه اخيستې وه.

د وکيل په وینا په ۱۱م اپرېل د پېښې دوه عیني ګواهان چې د نقيب دوه دوستان دي عدالت غوښتي دي.

د نقيب مسید د وژنې د مقدمې پلټونکي پولیس افیسر اېس اېس پي ډاکټر رضوان احمد خان په فېبرورۍ کې سيند های کورټ ته په خپل جمع کړي رپوټ کې خواست کړی و چې په ياده مقدمه کې د تورنو ضمانت دې ختم کړل شي.

د پوليس افسر د رپوټ ترمخه په مقدمه کې د راو انوار په ګډون پينځه تنه په ضمانت دي، شپږ بنديان دي او اووه مفروران دي.

د جنوبي وزیرستان ځوان نقيب مسيد د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه له درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس نښته کې وژل شوی و.

د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راو انوار په مشرۍ ترسره شوې دغه نښته د پوليس یوې خپلې پلټنيزې ډلې جعلي بللې وه.

د نقیب پلار د راو انوار او له هغه سره پر ملو نورو پوليسو والو مقدمه درج کړې وه. په ۲۰۱۸ ز کال د مقدمې پر مهال د ترهګرۍ ضد عدالت دوی ته ضمانت ورکړی و.

XS
SM
MD
LG