د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پر راو انوار بنديزونه ولګول


راو انوار
راو انوار

پراګ - امريکا د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنې تورن د پاکستاني پوليسو پر پخواني افسر راو انوار بنديزونه لګولي دي. دا اعلان پرون [د ډېسېمبر پر ۱۰مه] د امريکا د خزانې وزارت د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت سره وکړ.

د یاد وزارت پر وېبپاڼه د کراچي په ملير کې د پوليسو د پخواني افسر راو انوار په حواله ویل شوي چې نوموړي د خپلې کارې مودې پر مهال ۱۹۰ جعلي پولیس مقابلې کړي چې پکې د نقیب الله مسود په ګډون يې تر ۴۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د امریکا خزانې وزارت وايي راو انوار په کراچي کې د پولیسو او مجرمانو د یوې داسې شبکې مشري کوله چې له خلکو د کلنګ اخیستو، په زوره د ځمکو نیولو، نشيي موادو او د خلکو په وژنو تورنه وه.

د یاد وزارت په وینا پر نوموړي یې ځکه بندیزونه ولګول چې د انساني حقونو په سرغړونو کې مستقيم او یا په غیر مستقیم ډول ذمه وار دی.

په امريکا کې شنونکی ډاکټر محمد تقي وايي چې تر بنديز لاندې کسانو او د هغوی د ملګرو اثاثې نه يواځې په امريکا بلکې د امريکا په ملګرو هېوادونو کې هم کنګل شي.

"په عمومي توګه تر بنديز لاندې کسانو بانکي حسابونه او اقتصادي چارې په امريکا کې دننه او دباندې په نورو ايتلافي هېوادونو کې وتړل شي. بلخوا د پرونۍ پرېکړې سياسي اړخ پر پاکستان ته دړکه ورکول يا پر دغه هېواد د فشار راوستلو په معنا هم دی."


د امریکا د خزانې وزارت د راو انوار په ګډون د برما، لیبیا، سلوواکیا، کانگو او جنوبی سوڈان پر ۱۸ وګړيو بنديزون لګولي دي. د خزانې وزیر سټیون ټي منوچن ويلي چې امریکا به د خلکو ځورول، تښتول، جنسي تشدد، وژل او د بې ګناه وګړیو خلاف ظلم نه زغمي.

پر راو انور تور دی چې د ۲۰۱۸م کال په جنوري مياشت کې د ده په مشرۍ پوليسو د جنوبي وزيرستان يو ځوان نقيب الله مسود له تښتلو وروسته له تحريک طالبان پاکستان سره د تړاو په تور په جعلي پولیس مقابله کې وژلی و.


د پاکستان په مختلفو ښارونو کې تر احتجاجونو وروسته د سيند حکومت يوه پلټنيزه کمېټۍ جوړه کړه چې هغې په ثبوت ورسوله چې نقيب الله مسود له هيڅ يوې ترهګرې ډلې سره تعلق نه درلود او هغه بېګناه وژل شوی دی. له هغه وروسته راو انوار پټ شو چې بيا د سپريم کورټ پر فشار بلاخره عدالت ته حاضر شو. خو د ۲۰۱۸م کال د جولای پر لسمه په کراچي کې د ترهګرۍ ضد عدالت راو انوار په ضمانت خوشي کړ. د نوموړي پر ضد اوس هم د نقيب الله مسود د وژنې مقدمه روانه ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره راټوکېدلې خوځښت پښتون ژغورنې غورځنګ له غوښتنو يوه هم دا ده چې راو انوار ته دې د هغه د کړنو سزا ورکړل شي.

د پاکستان حکومت تر اوسه پر راو انوار د امريکايي بنديز په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG