د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې سیاسي اتحاد وايي امن لښکرې نه شي جوړولی، پوځ دې امنيت پخپله وساتي


په خيبر کې خاصه دار ځواکونه (انځور له ارشيفه)
په خيبر کې خاصه دار ځواکونه (انځور له ارشيفه)

د خيبر ضلعې د باړې سیاسي اتحاد مشرانو ویلي چې دوی د بدامنۍ مخنیوي لپاره تر خپله وسه پورې د حکومت مرستې ته تیار دي خو د وسلوالو پرضد امن لښکرې نه شي جوړولی.

د باړې سیاسي اتحاد مشر زاهدالله اپریدي د اکتوبر په شپاړسمه مشال ريډیو ته وویل چې دغلته ځينو سیمو کې خلکو ته ويل شوي چې امن کمېټې جوړې کړئ. د هغه په وينا سرکاري ادارې دې له ولسه داسې غوښتنې نه کوي ځکه چې د امنيت برابرول د ولس نه بلکې د امنيتي ځواکونو کار دی.‌

پخوا مو چې امن لښکرې جوړې کړې وي نو وسله والو سخت بریدونه راباندې وکړل او زموږ مشران یې ووژل. حکومت مو هېڅ پوښتنه ونه کړه.
هاشم خان اپریدی

هغه زیاته کړه: "قمبر خیلو،لر شلوبر او سپاه قبیلو ته ویل شوي وو چې امن کمیټې جوړې کړئ او د سیمې امنیت وساتئ. په خلکو کې اندېښنه ده او په دې متفق دي چې تر خپله وسه پورې به حکومتي ادارو سره مرسته کوي خو وسلوالو سره جګړې نه شي کولی."

نوموړي دا ونه ويل چې له هغوی دا غوښتنه پوځ او که ځايي‌ ملکي چارواکو کړې ده. پوځ او ځايي انتظامیې په دې اړه لا څه نه دې ويلي.

په قبايلي سيمو کې په ۲۰۰۳ کال کې په بېلابېلو ځايونو کې د تحريک طالبان پاکستان د حملو مخنيوي لپاره د حکومت په مرسته قومي امن لښکرې جوړې شوې. خو د دې لښکرو ګڼ مشران په هدفي، بمي او ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول.

د ملک دین خیلو یو قومي مشر هاشم خان اپریدی وايي بیا به دغسې غلطي ونه کړي. هغه وايي چې کله په ۲۰۱۸ کال کې قبايلي سیمې په خيبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې شوې نو هيله ده واه چې دوی به نور د امن لښکرو له جوړولو خلاص شي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل: "اوس خو ايف سي ار قانون ختم دی نو خلکو ته څه ضرورت دی چې امن لښکرې جوړې کړي؟ دا ذمه واري د امنيتي ځواکونو ده چې له وسله والو سره جګړه وکړي. موږ چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کې کله لښکرې او امن کمیټې جوړې کړې نو وسلوالو زمونږ ډير خلک له منځه یوړل خو بیا حکومت زمونږ پوښتنه ونه کړه."

هاشم خان اپريدي دا پوښتنه هم وکړه چې ايا د پاکستان په نورو برخو کې خلک په خپل امن لښکرو ځان ساتي که دا کار پولیس او پوځ کوي؟ "لکه څنګه چې په کراچۍ، لاهور او پیښور کې خلکو ته شهري حقوق حاصل دي او تحفظ یې حکومت کوي، همداسې حقوق زموږ هم دي. مونږ نور ټوپک نه شو راخیستلی."

په خیبر کې انتظامي چارواکو او یا هم امنیتي ادارو لا په دې اړه په ښکاره څه نه دي ویلي چې ولس دې امن لښکرونه جوړ کړي. البته د خیبر ضلعي پولیسو مشر، محمد عمران په دې وروستيو کې مشال راډیو ته ویلي وو چې د ولس سره په شريک به د وسله والو مخنيوی کوي. هغه زیاته کړې وه چې یو وار بیا به وسلوالو ته په دې سیمه کې د ځای جوړولو موقع نه ورکوي او امنيتي ځواکونه هر ډول مقابلې ته تيار دي.

د سيپتمبر په ۱۱مه د پاکستان امنیتي ځواکونو په تیرا باغ حرم کې ځيني کلی خالي کړي وو او خلکو ته یې ويلي‌وو چې په دغه ځای کې د وسله والو پر ضد عمليات کوي.

په خیبر کې سیاسي او قومي مشرانو په داسې حال کې دامن لښکرونو له جوړولو انکار کړی چې د روان کال په تیرو څلورو میاشتو کې په خیبر کې وسلوالو یو قومي مشر، یو دیني عالم او ورسره د پولیسو او ایف ځواک یو شمېر سرتيري په نښه کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې.

XS
SM
MD
LG