د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان په دوه برخو ويشل شوی، مسيد قام د امن لپاره لاریون کړی


د مسیدو قام د جرګې ګډونوال
د مسیدو قام د جرګې ګډونوال

په جنوبي وزیرستان کې د مسیدو جرګې پر حکومت غږ کړی چې د دوی په سیمه کې دې امن بحال کړي. په همدې حال کې حکومت پرېکړه کړې چې جنوبي وزيرستان په دوه حصو کې تقسيم کړي.

د اکتوبر پر ۱۶مه په مولې خان سرای کې د شوې جرګې مشرانو وویل چې په سیمه کې یې امن ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی. دوی د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې په دې تورنې کړې چې ګواکې د وسله والو پر شتون یې سترګې پټې کړې دي. دوی وویل، دا د ریاست زمه واري ده چې ولس ته تحفظ ورکړي.

د جرګې يو مشر، بادشاهي خان د اکتوبر په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورته ويلي وو چې امن راغلی دی خو اوس حالات بیا خراب دي. هغه زیاته کړه چې په کوم ځای کې چاودنه وشي نو امنيتي ځواکونه د اصلي ترهګرو پر ځای، زور له ولسي خلکو وباسي.

د جرګې يو بل ګډونوال، شيرپاو وزیر وويل داسې ښکاري چې جنوبي وزیرستان ته بیا وسله وال راغلي دي چې حکومت یې بايد ناديده ونه نیسي او د خلکو امنيت دې خوندي کړي.

ځايي چارواکي وايي کوښښ کوي چې د امنيت ټينګولو لپاره خپل ټول وسایل وکاروي. د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر فرهان خان مشال راډیو ته وویل، حکومت او امنیتي ادارې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي. هغه زیاته کړه چې بیا به هم له هغو خلکو سره ناستې کوي چې د امنیت په اړه یې له حکومتي او امنیتي ادارو شکایونه وي.

تېره ورځ په لکي مروت کې او تر هغه مخکې په سوات کې هم د امن لپاره مظاهرې شوې دي. د اګست له میاشتې راهیسې د دې پرلتونو، جرګو او غونډو سلسسله روانه ده. په دير، باجوړ، پېښور، مومندو، وزیرستان او خیبر کې شويو د خلکو په دې لاریونونو کې له حکومته د وسله والو د بیا منظمېدو د مخنيوي غوښتنه شوې ده.

جنوبي وزیرستان ويشل کېدل

د خیبر پښتونخوا حکومت د اکتوبر په ۱۳مه، جنوبي وزيرستان ضلع په دوو برخو ويشلې ده. په دې اړه خپاره شوي نوټيفيکېشن کې راغلي‌چې اوس به جنوبي وزیرستان په کوز او بر تقسیم شي. د دې کار وجه د انتظامي کارونو په سم ډول ترسره کول دي.

په جنوبي وزیرستان کې دوه لوی قامونه دي. يو وزير او بل مسید. د واڼا يو قومي مشر اياز وزير د اکتوبر په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دا ښه خبره ده خو حکومت بايد لومړی د وزير او مسید قامونو ترمنځ حد بندي کړی وای. د نوموړي په وينا که دا حدبندي نه وې نو د قامونو ترمنځ به د ځمکو پر سر شخړې رامنځته کيږي.

خو چارواکي وايي چې د مسایلو د حل لپاره حکومت شته او خلک اړونده دفترونو ته ورتللی شي. د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر فرهان خان مشال راډيو ته وويل چې د ضلعې ویش د خلکو په ګټه دی. د هغه په وينا د بر جنوبي وزير مرکز به سپينکی راغزه او د لر جنوبي وزیرستان مرکز به واڼا وي.

XS
SM
MD
LG