د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې وسلوالو د واڼه بازار يو دوکاندار وژلی


د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه بازار یوه څنډه ــ د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۱۱مې انځور
د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه بازار یوه څنډه ــ د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر ۱۱مې انځور

د جنوبي وزيرستان په واڼه بازار کې "ناڅرګنده وسلوالو" دوه دوکانداران تښتولي چې وروسته يې يو وژلی او بل هغه يې خوشې کړی دی.

د واڼه د تاڼې مشر عثمان وزير د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پېښه د نهې (سې شنبې) پر سهار شاوخوا ۱۰ بجې په ګل شاه جان مارکېټ کې شوې ده.

د نوموړي په وينا، وسلوالو دوه دوکانداران له خپلو دوکانونو له ځانه سره يووړل چې څو دقيقې وروسته يې محمد اسماعيل خوشې کړ خو رياض برکي يې وواژه.

وزير زياتوي چې پوليسو تر پېښې څلور يا پينځه ساعته وروسته د رياض برکي مړی په اعظم ورسک سيمه کې وموند چې په مرميو لګېدلی وو.

پوليسو د پېښې د پلټنو ابتدايي رپورټ درج کړی او لټون يې پيل کړی دی خو لا يې هم څوک نه دي ګرفتار کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزیرستان مشر شهزاد وزیر مشال راډيو ته ويلي چې وسلوالو هغه وخت دوکانداران وتښتول چې په واڼه بازار کې پوليس موجود نه ول.

خو د تاڼې مشر ويلي چې اوس يې د واڼه بازار د امنيت لپاره شاوخوا ۲۰ پوليس ګومارلي دي.

د دوکاندارانو د تښتونې او د یوه د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په وروستيو کې په جنوبي وزيرستان او د خيبر پښتونخوا په یوشمېر نورو سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

ځايي وګړيو د سيمې د امنيت لپاره احتجاجونو او لاريونونه هم کړي خو حکومت وايي چې د ولس د خونديتوب لپاره اقدامات کوي او هېچا ته د امنيت خرابولو اجازه نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG