د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټانک کې د امن کمېټې ۲ غړي وژل شوي


ټانک، خیبر پښتونخوا (انځور له ارشیفه)
ټانک، خیبر پښتونخوا (انځور له ارشیفه)

د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې پوليس وايي چې د اکتوبر پر اتمه ناڅرګنده وسله والو په تور فقیر سیمه کې د امن کمېټې دوه غړي وژلي دي.

د ټانک تاڼې د پولیسو ایس ايچ او ګل ولي د اکتوبر پر لسمه مشال راډيو سره په خبرو کې د دې دوو کسانو شناخت د محمد خان او رضوان خان په نامه وکړ. هغه زیاته يې کړه چې دا کسان د ترکستان بېټني امن کمیټۍ غړی وو او د تېر خالی په ماښام ناڅرګنده وسله والو په ډزو وژلي دي.

د ګل ولي په خبره د نامالومو کسانو پر ضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پيل کړي دي.

د دې کسانو د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو په دې وروستیو کې په سوات، او قبايلي سیمو کې د امن کميټو د ځينو غړيو د وژنې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG