د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان، سوات، شانګله او بونېر کې زرګونو کسانو د ترهګرۍ خلاف مظاهرې کړې دي


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۴مه د سوات په چارباغ کې مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه وکړه چې په سيمه کې دې امنيت باوري کړي.
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۴مه د سوات په چارباغ کې مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه وکړه چې په سيمه کې دې امنيت باوري کړي.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان، سوات او بونېر کې زرګونو خلکو د ترهګرۍ او ناامنۍ خلاف احتجاجي مظاهرې کړې دي.

د اکتوبر پر ۱۴مه د سوات په چارباغ کې د ولسي پاڅون له خوا په مظاهره کې د سیمې سياسي او ولسي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه وکړه چې په سيمه کې دې امنيت باوري کړي.

مظاهرچیانو د مینګورې او بحرین تر مینځ لویه لاره د تګ راتګ لپاره تړلې وه او ويل يې چې هغوی به په هيڅ ډول خپلو سیمو ته وسلوال پرېنږدي.

د ولسي پاڅون مشر نويد خان په چارباغ کې د زرګونه کسانو جلسې ته وويل چې پښتانه نوره ناامنې نه شي زغملای : "د پښتون د وژنې ډرامه ختمه شوه. موږ نورې قربانۍ نه شو ورکولای. ترهګري موږ ته د منلو نه ده."

پاکستان کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۱مه هم د سوات په نشاط چوک کې لسګونه زره کسانو د ناامنۍ د پېښو پرضد احتجاج کړی وو.

په سوات کې تر هغه وروسته د احتجاجونو لړۍ تنده شوه کله چې د اکتوبر پر ۱۰مه يو وسله وال په سوات کې سکول ته د زده کوونکو پر يو وړونکي ګاډي ډزې وکړې، ډرايور یې وواژه او يوه زده کوونکې یې زخمي کړ. د دې پېښې ذمه واري هيچا ونه منله.

د سوات سره اړه لرونکې د تعليم نړيوالې مبارزې ملالې يوسفزۍ د اکتوبر پر ۱۳مه پر خپله ټويټر پاڼه په سوات کې د امن لپاره له را وتليو مظاهرچيانو سره د يووالي څرګندونه وکړه.

ملالې زياته کړه وه چې "د دوشنبې د ورځې (اکتوبر ۱۰مې) له ماشومانو څخه ډک د سکول پر بس باندې بريد یوه وېروونکې یادونه ده چې زموږ خلک باید بېرته د وېرې او ترهګرۍ ژوند ته اړ نه شي."

تر دې وړاندې د اکتوبر پر اتمه امنيتي ځواکونو مينګورې ته نېږدې د ترهګرۍ په تور یو پلار او زوی ووژل. ځايي وګړيو د پلار او زوی تر وژنې وروسته هغوی بېګناه وګرځول او ادعا يې وکړه چې امنيتي ځواکونو هغوی دواړه د پیسو د راکړې ورکړې په معامله کې وژلي دي.

د اکتوبر پر ۱۴مه پر سوات سربېره په شانګله او بونېر او بلخوا په کراچۍ کې هم زرګونو کسانو احتجاجي مظاهرې وکړې او له حکومته يې د ترهګرۍ او ناامنۍ د مخنيوي غوښتنه وکړه.

بل پلو په همدې ورځ د جنوبي وزيرستان په واڼه کې زرګونه کسان راوتلي ول او هلته يې له رياستي ادارو څخه د امن بحالولو په چارو کې د خپلو ذمه واريو پوره کولو غوښتنه کوله.

د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې دې احتجاجي مظاهره کې پر ځوانانو سربېره سياسي او قبايلي مشرانو هم ګډون کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزيرستان مشر شهزاد وزير مشال راډيو ته وويل چې هلته په دا وروستيو کې د خلکو پر وژنو او تښتونو سربېره غلاوې او شوکې هم روانې دي. د نوموړي وينا وه چې که حکومت د امنيت په راوستو کې جدي ګامونه پورته نکړل نو خپل احتجاج به نور هم پراخ کړي.

د جنوبي وزيرستان په واڼه بازار کې "ناڅرګنده وسلوالو" د اکتوبر پر ۱۱مه دوه دوکانداران تښتولي ول چې وروسته يې يو وژلی او بل هغه يې خوشې کړی وو.

د جنوبي وزيرستان پوليسو مشر عتیق الله وزیر د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چه په سیمه کې د امنيت راوستلو لپاره پولیسو کوټلي ګامونه پورته کړي او وار له مخه یې په سیمه کې د تورو شیشو پر ګاډو او وسلو ګرځولو بنديز لګولی دی.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. د صوبې د ځينو نورو سیمو په شان په سوات کې هم په دې وروستيو کې خلکو د جرګو او لاریونو له لارې له حکومته غوښتنه کړې وه چې د خلکو د خونديتوب لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

په سوات کې خلکو د اګست له مياشتې راهیسې په بېلابېلو لاریونونو کې ويل چې په غرونو کې وسله وال ښکاره شوي دي. تر دې ووروسته پوځ وويل چې په ملاکنډ کې به عمليات کوي او په زرګونو امنيتي سرتیري یې ځای پر ځای کړي دي.

هغه مهال پر ټولنيزو رسنيو داسې اندېښنې خپرې شوې چې دغه وسله وال د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي د مذاکراتو په نتيجه کې سوات ته تللي دي. خو د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی د اطلاعاتو سلاکار، او د حکومت د مذاکراتو پلاوي مشر بیرسټر محمد علي سېف هغه مهال مشال راډيو ته ويلي وو چې "وسله والو ته غلط فهمي شوې وه او هغوی ته دا پيغام ورکړل شو چې له دغو غرونو په شا شي"چې د هغه په وينا همداسې وشول.

په عين حال کې د اکتوبر پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال د امن لپاره د پاکستان وزیراعظم کمېټۍ په سوات کې د وروستیو حملو جاج واخيست او د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله وويل چې د "ترهګرۍ په مخنیوي" کې د خیبر پښتونخوا له صوبايي حکومت سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG