د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې شیعه او سني مشران پر امنیت او د ځمکو لانجو پر هواري غږېدلي


د اکتوبر پر ۱۵مه د انتظامیې په بلنه د اهل تشیع او سنیانو یوشمېر مشران جرګې ته ورغلي ول.
د اکتوبر پر ۱۵مه د انتظامیې په بلنه د اهل تشیع او سنیانو یوشمېر مشران جرګې ته ورغلي ول.

د خیبر پښتوخوا په کورمه کې شیعه او سني مشرانو په جرګه کې د امنیت په ګډون د سیمې پر یوشمېر مسلو خبرې کړې دي.

د اکتوبر پر ۱۵مه په جرګه کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنیو له وجې د بې کوره شویو خلکو خپلو سیمو ته د ستنولو او د ځمکو شخړو د هواري لپاره په ۲۰۰۸ز کال کې د پنجاب په مري ښار کې د شوې موافقې له مخې د کمېشن جوړولو فیصله وشوه.

له پاړه چیناره د جرګې ګډونوال ابرار حسین جان توري د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د غونډې د پرېکړو د عملي کېدو هیله لري.

دده په وینا، هغه ځکه چې دواړو غاړو په خپلو کې د مسلو هواري لپاره یو ډول نظر درلود او حکومتي استازو هم د خپلې ذمه وارۍ پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

ضلعي انتظاميې د مشرانو هغه جرګه په داسې وخت کې وربللې چې په بوشېرو کې د ډنډرو او نور حسین کلي ترمینځ د ځمکې پر سر تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته د سیمې حالات کړکېچن شوي ول او د فرقه ییز تاوتریخوالي اندېښنې یې زېږولې وې ځکه چې پر ټولنیزو شبکو داسې دعوې شوې وې چې ګواکې نښته د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ ده.

د سدې ملک حاجي سلیم اورکزي مشال راډیو ته وویل چې دوی دا اړخ هم څېړلی چې څنګه پر ټولنیزو رسنیو د کرکجنو ویناوو او خبرو مخه ونیول شي.

د ده په وینا، پر ټولنیزو رسنیو داسې کړنې د سیمې د امن په خرابولو کې رول لوبولای شي.

کورمه یو له هغه سیمو ده چې شیعه ګان او سنيان یو ځای پکې ژوند کوي. هلته په ۲۰۰۷ز کې د فرقه ییز تاوتریخوالي له وجې ګڼو کورنیو سیمه پرېښې وه چې لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوي.

د پاړه چینار جلال حسین بنګښ وویل، د اکتوبر ۱۵مې جرګه پر دې هم سلا شوې چې د جنګونو پر وخت وتلي خلک ژرترژره په خپلو سیمو کې اباد کړي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه چې پکې د بې کوره خلکو خپلو کلیو ته ستنول او د پخوانیو اسنادو (کاغذات مال) او د پښتنو د دود پر اساس د ځمکو د لانجو هواري پرېکړه شوې وه خو دا دواړه کارونه لا نه دي شوي.

د کورمې په یوشمېر برخو کې د قومونو ترمینځ پر ځمکو، ونو او ځنګلونو لانجې شته دي چې د انتظامیې په وینا د هواري هڅې یې روانې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG